په زابل ولایت کې د یوه ښوونځي لپاره نوې ودانۍ جوړېږي
د زابل ولایت خاک افغان ولسوالۍ اړوند د «عليداد» لومړني ښوونځي د نوې ودانۍ بنسټ ډبره، د یاد ولایت پوهنې مسوولینو له لوري په وقف شوې ۲ جرېبه ځمکه کې کېښودل شوه.
یاده ودانۍ د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ او د ښوونځي شورا په همکارۍ جوړېږي، چې څلور درسي ټولګي او یوه اداري خونه به ولري.
د دغې ښوونځي جوړولو لومړنی لګښت شاوخوا۳۰۰ زره افغانۍ اټکل شوی او له بشپړېدو وروسته به نږدې۱۵۰تنو زدهکوونکو ته مناسب تعلیمي چاپېریال برابر کړي.
