د لغمان ولایت له پوهنې ریاست سره د درسي کڅوړو مرسته وشوه 

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۱ - ۱۰:۵
6456

د یوه همکار بنسټ له لوري، د لغمان ولایت له پوهنې ریاست سره د ۳۱۳ زره او ۶۰۶ ډالرو په ارزښت، د ۵۹۲۸ کڅوړو درسي توکو مرسته وشوه.
د یاد ولایت پوهنې مسوولینو په وینا، په دغو مرستو کې د ښوونکو لپاره ۱۹۱۴ کڅوړې د درسي مرستندویه موادو او د زده‌کوونکو لپاره ۲۱۰۰ کڅوړې قرطاسیه شامله ده، چې د ټاکل شوې ونډې له مخې به د مرکز او ولسوالیو اړوندو ښوونځیو ته ووېشل شي.
چارواکي وایي چې د دغو مرستو وېش به د ښوونیز بهیر پیاوړتیا او زده‌کوونکو ته د لا ښو زده‌کړو اسانتیاوو برابرولو کې مهم رول ولوبوي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۹ - ۱۴:۱۹
Background image

په بغلان کې ښوونځیو ته د درسي مرستندویه توکو وېش بهیر پیل شو

د بغلان ولایت په مرکز او اوو ولسوالیو کې د ۱۵۴ ښوونځیو زده‌کوونکو او ښوونکو ته د قرطاسیې او درسي مرستندویه توکو وېش بهیر په رسمي ډول پیل شو.
د دې پروګرام له مخې به ټولټال ۲۷ زره او ۸۲۰. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۹ - ۱۴:۵
Background image

په لوګر کې یوې مدرسې ته اداري ودانۍ جوړېږي

د لوګر ولایت د محمدآغې ولسوالۍ آب‌بازک کلي په حضرت عبدالله بن مسعود رضي‌الله‌عنه مدرسه کې د یوې اداري خونې او دهلېز جوړولو چارې پیل شوې دي.
د یادو برخو د جوړولو لګښت شاوخوا ۱۵۰ زره. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۹ - ۱۳:۵۷
Background image

د پوهنې وزارت د څارنې او ارزونې رئیس لوګر ولایت ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت د څارنې او ارزونې رئیس محترم مولوي غلام‌ربي رباني، د یوه رسمي سفر په ترڅ کې لوګر ولایت ته لاړ او هلته یې له پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي ګل‌ولي متقي او د پوهنې ریاست د. . .

BACK TO NEWS