په پکتیکا ولایت کې د یوې دیني مدرسې او یو محراب جومات د بنسټ ډبره کېښودل شوه

media-moe
شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۳:۲۹
5415

د پکتیکا ولایت اومنه ولسوالۍ اړوند په رحیم‌آباد کلي کې، د دیني علما‌ءکرامو، قومي مشرانو او د سیمې خلکو په ګډو هڅو، د یوې دیني مدرسې او یو محراب جومات د بنسټ ډبره د شاوخوا یو میلیون افغانیو په لګښت کېښودل شوه.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي عبدالوکیل خالد وویل: دغه نېک اقدام په سیمه کې د دیني علومو د زده‌کړې پیاوړتیا لپاره یو مهم ګام دی، چې د راتلونکو نسلونو د ښوونې، روزنې او عبادت لپاره به د یوه مهم تعلیمي مرکز په توګه ترې ګټه واخیستل شي.
د اومنې ولسوالۍ پوهنې آمر هم څرګنده کړه، په پورته ذکر شوې مدرسه کې ۳ درسي ټولګي، یو محراب جومات او نور ملحقات شامل وي، چې لګښت یې یو میلیون افغانیو ته رسېږي.
نوموړي زیاته کړه چې د دغې پروژې لګښت د سیمې د خلکو له خوا برابرېږي او همدارنګه د سیمې یو تن اوسېدونکي محمد رحیم د یادې پروژې لپاره دوه جریبه ځمکه وقف کړې ده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۰:۲۸
Background image

په سرپل کې د ښوونیزو مرکزونو پراختیا لپاره ۸ جریبه ځمکه وقف شوه

د سرپل ولایت علم پروره خلکو، د ښوونیزو بنسټونو د ملاتړ شوراګانو په همکارۍ، شاوخوا ۸ جریبه ځمکه د دیني مدارسو، ښوونځیو او نورو ښوونیزو مرکزونو جوړولو او پراختیا لپاره وقف کړې ده.
یاده. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۰:۲۰
Background image

پکتیکا کې د یوه نوي ښوونځي د ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د پکتیکا ولایت مټاخان ولسوالۍ اړوند التقوا لېسې د نوې ودانۍ جوړولو چارې د پوهنې مسوولینو او د سیمې د خلکو په حضور کې پیل شوې.
دغه ودانۍ به د سیمې د خلکو په هڅو او همکارۍ، د ۵۰۰ زره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۰:۱۸
Background image

په بدخشان کې د یوه نوي ښوونځي د ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د بدخشان ولایت جرم ولسوالۍ د سینه کلي د منځني ښوونځي د نوې ودانۍ بنسټ ډبره د پوهنې مسوولینو، سیمه‌ییزو چارواکو، ښوونکو، د سیمې د خلکو او ځوانانو په حضور کې کېښودل شوه.
د یادې ودانۍ. . .

BACK TO NEWS