په پکتیکا ولایت کې د یوې دیني مدرسې او یو محراب جومات د بنسټ ډبره کېښودل شوه
د پکتیکا ولایت اومنه ولسوالۍ اړوند په رحیمآباد کلي کې، د دیني علماءکرامو، قومي مشرانو او د سیمې خلکو په ګډو هڅو، د یوې دیني مدرسې او یو محراب جومات د بنسټ ډبره د شاوخوا یو میلیون افغانیو په لګښت کېښودل شوه.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي عبدالوکیل خالد وویل: دغه نېک اقدام په سیمه کې د دیني علومو د زدهکړې پیاوړتیا لپاره یو مهم ګام دی، چې د راتلونکو نسلونو د ښوونې، روزنې او عبادت لپاره به د یوه مهم تعلیمي مرکز په توګه ترې ګټه واخیستل شي.
د اومنې ولسوالۍ پوهنې آمر هم څرګنده کړه، په پورته ذکر شوې مدرسه کې ۳ درسي ټولګي، یو محراب جومات او نور ملحقات شامل وي، چې لګښت یې یو میلیون افغانیو ته رسېږي.
نوموړي زیاته کړه چې د دغې پروژې لګښت د سیمې د خلکو له خوا برابرېږي او همدارنګه د سیمې یو تن اوسېدونکي محمد رحیم د یادې پروژې لپاره دوه جریبه ځمکه وقف کړې ده.
