د پوهنې وزارت له عادي بودیجې څخه د ۲۰۵ مېلیونه افغانیو په لګښت، ۴۳۰ بابه تعلیمي او اداري مرکزونه بیارغول کېږي

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۴ - ۱۵:۱
sdfcz

د پوهنې وزارت د ودانیو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي سمیع الحق حماس په وینا، د ۱۴۰۴ لمریز کال له پیل راهیسې، د مدارسو، ښوونځيو او اداري دفترونو د بیارغونې ۴۳۰ پروژې د ۲۰۴ مېلیونه ۸۹۹ زره ۱۵۶ افغانیو په ټولیز لګښت تر کار لاندې دي، چې له دې جملې څخه ۲۰۳ پروژې بشپړې او پاتې ۲۲۷ پروژې د جوړولو په حال کې دي.
د یادونې وړ ده، چې پوهنې وزارت په ټول ملک کې د ماشومانو لپاره د متوازنو تعلیمي اسانتیاوو برابرولو ته ژمن دی او په دې برخه کې له ټولو علم‌پروره هېوادوالو څخه د همکارۍ غوښتنه کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۴۵
Background image

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې محترم معین د کابل ښار له عبدالهادي داوي لېسې څخه لیدنه وکړه

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین محترم شیخ عبدالمالک حقاني د تخنیکي ټیم په ملتیا د کابل ښار نهمې ښوونیزې ناحیې اړوند له عبدالهادي داوي عالي لېسې څخه څارنه وکړه.
په یاده لیدنه کې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۳۲
Background image

د غزني ولایت په مقر ولسوالۍ کې د یوې نوې مدرسې د ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د غزني ولایت مقر ولسوالۍ اړوند د «نجم المدارس دیني مدرسې» د نوې ودانۍ بنسټ ډبره د یوې غونډې په ترڅ کې کېښودل شوه.
یاده ودانۍ چې د نږدې یو میلیون افغانیو په لګښت د سیمې د خلکو او د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۲۶
Background image

په زابل ولایت کې د یوه ښوونځي لپاره نوې ودانۍ جوړېږي

د زابل ولایت خاک افغان ولسوالۍ اړوند د «علي‌داد» لومړني ښوونځي د نوې ودانۍ بنسټ ډبره، د یاد ولایت پوهنې مسوولینو له لوري په وقف شوې ۲ جرېبه ځمکه کې کېښودل شوه.
یاده ودانۍ د سیمې د خلکو. . .

BACK TO NEWS