په ننګرهار ولایت کې یوې دیني مدرسې لپاره د نوې تدریسي ودانۍ جوړولو لپاره یو جرېب ځمکه وقف شوه

media-moe
شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۳ - ۱۵:۵
یسلیلیبل

د پوهنې یو تن‌مینه‌وال او ملاتړي حاجي بخت الله لخوا، ننګرهار ولایت اچین ولسوالۍ اړوند د بحرالعلوم دیني مدرسې لپاره یو جرېب ځمکه وقف او پکې د یوې مدرسې لپاره نوې ودانۍ جوړولو عملي کارونه د استاد سرتاج خیریه بنسټ په مالي ملاتړ سره پیل شول.
د یادې ودانۍ بنسټ ډبره د ننګرهار ولایت علماوو شورا د رئیس او  پوهنې چارواکو لخوا کېښودل شوه.
د بحرالعلوم مدرسه د اچین ولسوالۍ د پوهنې آمریت په کچه یوازینی رسمي علمي بنسټ دی، چې اوس‌مهال شاوخوا ۶۵۰ تنه طلاب پکې په دیني زده‌کړو بوخت دي، له دې ډلې ۱۸۰تنه یې لیلیه طلاب‌العلم دي او له ټاکل شوي سهم سره سم د پوهنې وزارت څخه ورته منظم میاشتني لګښتونه ورکول کېږي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۱۳
Background image

په اروزګان کې د صرف او نحوې علمي سیاليو پایلې اعلان شوې

د اروزګان ولایت پوهنې ریاست له لوري د دارالعلومونو او مدارسو د طلابو ترمنځ د صرف او نحوې مضمونونو په برخه کې د ترسره شويو علمي سیاليو پايلې اعلان شوې.
په يادو مراسمو کې د اروزګان ولایت. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۹
Background image

د پوهنې وزارت د تېرې اوونۍ مهمو فعالیتونو ته لنډه کتنه

۱- په غزني کې د یوه ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو بنسټ ډبره کېښودل شوه٠

٢- په بدخشان کې د یوه ښوونځي نوې اداري ودانۍ پرانیستل شوه٠

٣- په کندوز کې د زده‌کوونکو ترمنځ د سیرت‌النبي ﷺ ستره. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۷ - ۱۲:۴
Background image

په هرات کې د ښوونځیو ښوونکو ته شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه شوه

د هرات ولایت د ګلران، کهسان، گذره، انجیل، شینډنډ، زاول ولسوالیو او د مرکز اړوند د ساینس او ریاضیاتو مضمونونو ۱۷۳ تنو ښوونکو ته د مسلکي ظرفیتونو لوړولو په موخه شپږ ورځنۍ روزنیزه برنامه. . .

BACK TO NEWS