د ۱۴۰۴ لمریز کال په اوږدو کې د بدخشان ولایت اړوندو تعلیمي مرکزونو جوړولو او بیارغونې پروسه

media-moe
شنبه ۱۴۰۴/۹/۲۹ - ۱۴:۳۱
54564

د بدخشان ولایت پوهنې ریاست خبرپاڼې پر بنسټ: د ۱۴۰۴ ل کال په اوږدو کې، د ارګو، درایم، ارغنجخواه، تشکان، کوف‌آب، خواهان، مایمي، کوهستان، شهر بزرګ، یفتل پایان، کاشیم، خاش، جرم، بهارک، شهدا، وردوج، یمګان، کران او منجان ولسوالیو کې ۳۱ بابه مدارس او ښوونځي او د یاد ولایت د زیباک ولسوالۍ پوهنې آمریت ودانۍ د پوهنې وزارت له بودیجې څخه جوړې او بیارغول شوې دي، چې ټولټال لګښت یې ۸ مېلیونه ۴۹۳ زره ۱۳۹ افغانۍ راغلی دی.
په همدې ولایت کې د مرستندویه ادارو لخوا د وانیزو پروژو لګښت هم ۳۲ مېلیونه ۲۰۶ زره ۹۷۰ افغانیو ته رسېدلی دی.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۵۳
Background image

په لوګر ولایت کې له ۴۰ زرو څخه زیاتو زده‌کوونکو سره د درسي توکو مرسته وشوه

د لوګر ولایت اړوند ۲۸۹ بابه ښوونځیو د لومړي څخه تر پنځم ټولګي شاوخوا ۴۱ زره او ۸۸۰ تنو زده‌کوونکو ته، ټولټال ۲۰۹۲کڅوړې درسي مرستندویه توکي د څه کم ۱۹۳ زره ډالرو په ارزښت د یوه همکار. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۴۷
Background image

د زابل ولایت په یوه ښوونځي کې د نویو درسي ټولګیو بنسټ کېښودل شو

د زابل ولایت شملزي ولسوالۍ مرکزي لېسې لپاره د ۷ بابه درسي ټولګیو او یوې اداري خونې جوړولو بنسټ، په ۱۰ جریبه وقف شوې ځمکه کې کېښودل شو.
د یاد ولایت پوهنې مسوولینو په وینا، د دغو درسي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳ - ۱۰:۳۹
Background image

د پکتیکا ولایت په یوه دیني مدرسه کې د لمریزې برېښنا سیسټم نصب شو

د پکتیکا ولایت اومنې ولسوالۍ اړوند د امام ابوحنیفه «رحمه الله علیه» په نوم دیني مدرسې لپاره د ۳ کیلوواټه ظرفیت لرونکې لمریزې برېښنا سیسټم د ۴۰ زره افغانیو په لګښت فعال شو.
د یاد ولایت. . .

BACK TO NEWS