د ۱۴۰۴ لمریز کال په اوږدو کې د بدخشان ولایت اړوندو تعلیمي مرکزونو جوړولو او بیارغونې پروسه
د بدخشان ولایت پوهنې ریاست خبرپاڼې پر بنسټ: د ۱۴۰۴ ل کال په اوږدو کې، د ارګو، درایم، ارغنجخواه، تشکان، کوفآب، خواهان، مایمي، کوهستان، شهر بزرګ، یفتل پایان، کاشیم، خاش، جرم، بهارک، شهدا، وردوج، یمګان، کران او منجان ولسوالیو کې ۳۱ بابه مدارس او ښوونځي او د یاد ولایت د زیباک ولسوالۍ پوهنې آمریت ودانۍ د پوهنې وزارت له بودیجې څخه جوړې او بیارغول شوې دي، چې ټولټال لګښت یې ۸ مېلیونه ۴۹۳ زره ۱۳۹ افغانۍ راغلی دی.
په همدې ولایت کې د مرستندویه ادارو لخوا د وانیزو پروژو لګښت هم ۳۲ مېلیونه ۲۰۶ زره ۹۷۰ افغانیو ته رسېدلی دی.
