د ولایتونو له پوهنې د څو خبرونو لنډيز

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۶ - ۱۴:۵۰
546415

پکتيا
د پکتیا ولایت شیخ‌آباد ولسوالۍ د منبع‌العلوم ديني مدرسې لپاره د تشنابونو او اوبو رسولو سیسټم چارې د همدې مدرسې د مسئولینو لخوا د ۱۵۰ زره افغانیو په لګښت پیل شوې.

بامیان
د بامیان ولایت پنج‌آب ولسوالۍ اړوند سیمه کې محترم سید کاظم د شهید نعمت‌الله لېسې لپاره ۱۰۰ متره مربع ځمکه وقف کړه.

غور
د غور ولایت چهارسدې ولسوالۍ اړوندو مدارسو او دارالحفاظونو د طلابو ترمنځ د سیرت النبي «صلی الله علیه وسلم» سیالي ترسره شوه.
په یاده علمي سیالۍ کې له ۲۵۰ تنو ډېر زده‌کوونکو له مدارسو او دارالحفاظونو څخه ګډون کړی و.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۹ - ۱۴:۱۹
Background image

په بغلان کې ښوونځیو ته د درسي مرستندویه توکو وېش بهیر پیل شو

د بغلان ولایت په مرکز او اوو ولسوالیو کې د ۱۵۴ ښوونځیو زده‌کوونکو او ښوونکو ته د قرطاسیې او درسي مرستندویه توکو وېش بهیر په رسمي ډول پیل شو.
د دې پروګرام له مخې به ټولټال ۲۷ زره او ۸۲۰. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۹ - ۱۴:۵
Background image

په لوګر کې یوې مدرسې ته اداري ودانۍ جوړېږي

د لوګر ولایت د محمدآغې ولسوالۍ آب‌بازک کلي په حضرت عبدالله بن مسعود رضي‌الله‌عنه مدرسه کې د یوې اداري خونې او دهلېز جوړولو چارې پیل شوې دي.
د یادو برخو د جوړولو لګښت شاوخوا ۱۵۰ زره. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۹ - ۱۳:۵۷
Background image

د پوهنې وزارت د څارنې او ارزونې رئیس لوګر ولایت ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت د څارنې او ارزونې رئیس محترم مولوي غلام‌ربي رباني، د یوه رسمي سفر په ترڅ کې لوګر ولایت ته لاړ او هلته یې له پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي ګل‌ولي متقي او د پوهنې ریاست د. . .

BACK TO NEWS