د قرارداد ورکولو پرېکړې اعلان په اړه د پوهنې وزارت خبرتیا

media-moe
شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۵۳
ظز

د تدارکاتو قانون د ۴۳ مادې د (۲) فقرې سره سم، ټولو کسانو ته خبر ورکول کېږي، د پوهنې وزارت غواړي، د ۱۴۰۴ مالي کال لپاره د یاد وزارت خدماتو ریاست اړوند ۱۴۰ قلمه برېښنایي توکو د تهیه کولو او پېرودلو پروژې قرارداد د برلاس کابل لوژیستیکي او خدمتي شرکت ته چې د کابل ښار په دهمزنګ سیمه کې موقعیت لري، د۴ مېلیونه ۸۹۹ زره ۴۳۵ فغانیو په ټولیز قېمت ورکړي.

هغه حقیقي اشخاص او حقوقي ادارې چې په دې اړه کوم اعتراض لري، کولی شي خپل اعتراضونه په لیکلي ډول، د خپلو دلایلو سره یوځای د یاد اعلان د خپرېدو له نېټې څخه د اوو تقویمي ورځو په اوږدو کې، د تدارکاتو قانون د ۵۰ مادې د احکامو سره سم، د پوهنې وزارت د تدارکاتو ریاست ته وسپاري.

دغه اعلان د قرارداد د عقد په معنا نه دی او د قانوني پروسې تر بشپړېدو مخکې د اجراء وړ نه دی.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۹ - ۱۴:۱۹
Background image

په بغلان کې ښوونځیو ته د درسي مرستندویه توکو وېش بهیر پیل شو

د بغلان ولایت په مرکز او اوو ولسوالیو کې د ۱۵۴ ښوونځیو زده‌کوونکو او ښوونکو ته د قرطاسیې او درسي مرستندویه توکو وېش بهیر په رسمي ډول پیل شو.
د دې پروګرام له مخې به ټولټال ۲۷ زره او ۸۲۰. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۹ - ۱۴:۵
Background image

په لوګر کې یوې مدرسې ته اداري ودانۍ جوړېږي

د لوګر ولایت د محمدآغې ولسوالۍ آب‌بازک کلي په حضرت عبدالله بن مسعود رضي‌الله‌عنه مدرسه کې د یوې اداري خونې او دهلېز جوړولو چارې پیل شوې دي.
د یادو برخو د جوړولو لګښت شاوخوا ۱۵۰ زره. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۹ - ۱۳:۵۷
Background image

د پوهنې وزارت د څارنې او ارزونې رئیس لوګر ولایت ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت د څارنې او ارزونې رئیس محترم مولوي غلام‌ربي رباني، د یوه رسمي سفر په ترڅ کې لوګر ولایت ته لاړ او هلته یې له پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي ګل‌ولي متقي او د پوهنې ریاست د. . .

BACK TO NEWS