د کابل ښار پوهنې ریاست د ښوونځیو زده‌کوونکو لپاره د درسي موادو وېش پیل کړ

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۴ - ۱۰:۱۶
11

د کابل ښار د بېلابېلو ناحیو د صنفي اصولو ښوونکو او زده‌کوونکو لپاره د ۹۷مېلیونه افغانیو په لګښت د درسي توکو د کڅوړو وېش پروسه، د کابل ښار پوهنې رئیس او چارواکو په حضور کې پیل شوه.

په یادو موادو کې د ښوونځیو د مضامینو درسي کتابونه، د زده‌کوونکو او ښوونکو لپاره د تدریسي موادو کڅوړې شاملې دي او ټاکل شوې ده چې شاوخوا ۲۶۸۰۲۵ تنو زده‌کوونکو او د ښوونځیو د اصول صنفي ټولګیو ۶۲۵۰ تنو ښوونکو ته توزېع شي.

د کابل ښار پوهنې رئیس محترم قاري عبدالباسط حقاني په وینا، د دغو تعلیمي موادو وېشلو سره به په ښوونځیو کې د صنفي اصولو درسي سرچینو ته لاسرسي ستونزې حل شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۹ - ۱۴:۱۹
Background image

په بغلان کې ښوونځیو ته د درسي مرستندویه توکو وېش بهیر پیل شو

د بغلان ولایت په مرکز او اوو ولسوالیو کې د ۱۵۴ ښوونځیو زده‌کوونکو او ښوونکو ته د قرطاسیې او درسي مرستندویه توکو وېش بهیر په رسمي ډول پیل شو.
د دې پروګرام له مخې به ټولټال ۲۷ زره او ۸۲۰. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۹ - ۱۴:۵
Background image

په لوګر کې یوې مدرسې ته اداري ودانۍ جوړېږي

د لوګر ولایت د محمدآغې ولسوالۍ آب‌بازک کلي په حضرت عبدالله بن مسعود رضي‌الله‌عنه مدرسه کې د یوې اداري خونې او دهلېز جوړولو چارې پیل شوې دي.
د یادو برخو د جوړولو لګښت شاوخوا ۱۵۰ زره. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۹ - ۱۳:۵۷
Background image

د پوهنې وزارت د څارنې او ارزونې رئیس لوګر ولایت ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت د څارنې او ارزونې رئیس محترم مولوي غلام‌ربي رباني، د یوه رسمي سفر په ترڅ کې لوګر ولایت ته لاړ او هلته یې له پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي ګل‌ولي متقي او د پوهنې ریاست د. . .

BACK TO NEWS