د بغلان ولایت د ښوونکو مسلکي پراختیا علمي غړو لپاره سیمینار جوړ شو

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۳ - ۱۵:۱۱
54

د بغلان ولایت په مرکز پلخمري کې د ښوونکو مسلکي پراختیا علمي غړو لپاره ۸ ورځنی مسلکي سیمینار، د یاد ولایت پوهنې چارواکو په حضور کې پیل شو.

د پوهنې مسئولینو له ګډون‌والو وغوښتل چې د خپلو علمي وړتیاوو پراختیا او ښه‌والي لپاره د سیمینار له منځپانګې څخه ډېره ګټه پورته کړي او خپل نوي مېتودونه له نورو ښوونکو سره شریک کړي.

له پلان سره سم به د یاد سیمینار په ترڅ کې ښوونکو ته د تدریسي مهارتونو او نويو ښوونیزو مېتودونو په تړاو روزنه ورکړل شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۹ - ۱۴:۱۹
Background image

په بغلان کې ښوونځیو ته د درسي مرستندویه توکو وېش بهیر پیل شو

د بغلان ولایت په مرکز او اوو ولسوالیو کې د ۱۵۴ ښوونځیو زده‌کوونکو او ښوونکو ته د قرطاسیې او درسي مرستندویه توکو وېش بهیر په رسمي ډول پیل شو.
د دې پروګرام له مخې به ټولټال ۲۷ زره او ۸۲۰. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۹ - ۱۴:۵
Background image

په لوګر کې یوې مدرسې ته اداري ودانۍ جوړېږي

د لوګر ولایت د محمدآغې ولسوالۍ آب‌بازک کلي په حضرت عبدالله بن مسعود رضي‌الله‌عنه مدرسه کې د یوې اداري خونې او دهلېز جوړولو چارې پیل شوې دي.
د یادو برخو د جوړولو لګښت شاوخوا ۱۵۰ زره. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۹ - ۱۳:۵۷
Background image

د پوهنې وزارت د څارنې او ارزونې رئیس لوګر ولایت ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت د څارنې او ارزونې رئیس محترم مولوي غلام‌ربي رباني، د یوه رسمي سفر په ترڅ کې لوګر ولایت ته لاړ او هلته یې له پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي ګل‌ولي متقي او د پوهنې ریاست د. . .

BACK TO NEWS