فاریاب ولایت کې د ۱۵ مېلیونه افغانیو څخه په زیات لګښت د ښوونځي ودانۍ ورغول شوه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۳ - ۹:۵۱
سشی

د فاریاب ولایت چهل‌ګزي ولسوالۍ "اصحاب کهف" لومړني ښوونځي نوې ودانۍ، چې د ۱۵ مېلیون او ۲۷۰ زره افغانیو په لګښت د یوې تعلیمي همکارې ادارې په مالي ملاتړ جوړه شوې، د یاد ولایت پوهنې رئیس او چارواکو په حضور کې افتتاح او په رسمي ډول ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د ښوونځي دغه ودانۍ ۸ درسي ټولګي، یوه اداري خونه، لابراتوار، لمریزې برېښنا سیسټم او نور اړین ملحقات لري.

د فاریاب ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي حمیدالله «ارشاد» د پوهنیز کیفیت لاښه‌والي لپاره د مناسب چاپېریال پر اهمیت ټینګار وکړ او ویې ویل چې د ښوونځیو جوړولو پروژې د پوهنې وزارت له کاري لومړیتوبونو څخه دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۹ - ۱۴:۱۹
Background image

په بغلان کې ښوونځیو ته د درسي مرستندویه توکو وېش بهیر پیل شو

د بغلان ولایت په مرکز او اوو ولسوالیو کې د ۱۵۴ ښوونځیو زده‌کوونکو او ښوونکو ته د قرطاسیې او درسي مرستندویه توکو وېش بهیر په رسمي ډول پیل شو.
د دې پروګرام له مخې به ټولټال ۲۷ زره او ۸۲۰. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۹ - ۱۴:۵
Background image

په لوګر کې یوې مدرسې ته اداري ودانۍ جوړېږي

د لوګر ولایت د محمدآغې ولسوالۍ آب‌بازک کلي په حضرت عبدالله بن مسعود رضي‌الله‌عنه مدرسه کې د یوې اداري خونې او دهلېز جوړولو چارې پیل شوې دي.
د یادو برخو د جوړولو لګښت شاوخوا ۱۵۰ زره. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۹ - ۱۳:۵۷
Background image

د پوهنې وزارت د څارنې او ارزونې رئیس لوګر ولایت ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت د څارنې او ارزونې رئیس محترم مولوي غلام‌ربي رباني، د یوه رسمي سفر په ترڅ کې لوګر ولایت ته لاړ او هلته یې له پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي ګل‌ولي متقي او د پوهنې ریاست د. . .

BACK TO NEWS