فاریاب ولایت کې د یو باب لومړني ښوونځي ودانۍ پرانیستل شوه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۶ - ۱۱:۴۷
54

د فاریاب ولایت المار ولسوالۍ اړوند د ایتی اوروق لومړني ښوونځي نوې ودانۍ، د پوهنې چارواکو، علماءکرامو، د سیمه ییزو ادارو مسئولینو او د خلکو استازو په حضور کې افتتاح او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د پرانیستې په مراسمو کې د فاریاب ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي حمیدالله ارشاد د ښوونځي ودانۍ جوړول د تعلیمي وضعیت ښه والي او د زده‌کوونکو لپاره د مناسب تعلیمي چاپېریال رامنځته کولو لپاره یو مهم ګام وباله.

نوموړي د ښوونځي له چارواکو او زده‌کوونکو وغوښتل چې د ودانۍ ساتنې او پالنې ته جدي پاملرنه وکړي.

ورپسې د نورو سیمه ییزو ادارو مسئولینو هم په دې موضوع خپلې ویناوې وکړې.

د ایتی اوروق کلي د اوسېدونکو په استازیتوب یو قومي مشر هم د موضوع په اړه خبرې وکړې؛ د پوهنې وزارت او د ولایتي رهبرۍ له هڅو څخه یې مننه او قدرداني وکړه.

د پوهنې چارواکو په وینا، د ښوونځی دغه ودانۍ ۱۳ درسي ټولګي، یوه اداري خونه او نور اړین ملحقات لري، چې ټولټال ۲۲ مېلیونه افغانۍ لګښت پرې راغلی او په پایله کې یې سلګونو زده‌کوونکو ته د زده‌کړې مناسب چاپېریال رامنځته شو.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۷ - ۱۵:۲
Background image

په خوست ولایت کې د یو شمېر ښوونځیو بیارغونه پیل شوه

د خوست ولایت په درېیو ولسوالیو کې د ۱۰۷ زره امریکایي ډالرو په لګښت د ښوونځیو بیارغونه د پوهنې په برخه کې د یوې همکارې ادارې په مالي ملاتړ پیل شوه.

د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۷ - ۱۵:۲
Background image

د لوګر ولایت په یو ښوونځي کې د درېیو درسي خونو جوړول پیل شول

د لوګر ولایت محمد اغې ولسوالۍ په کمال خېل کلي کې د کمال خېل ښوونځي لپاره د درېیو درسي خونو جوړول په رسمي ډول د یوې غونډې په ترڅ کې پیل شول.

یاد ټولګي به د شاوخوا ۳۰۰ زره افغانیو په. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۷ - ۱۵:۲
Background image

د پکتیکا ولایت په یو ښوونځي کې څو پروژې بشپړې شوې

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست د ځایي خلکو په مالي مرسته، د ۱۲۴ زره افغانیو په لګښت د ژورې څاه کیندلو، لمریزو تختو نصبولو او نورو اړوندو تخنیکي تجهیزاتو پروژې بشپړې کړې، چې په پایله کې یې د. . .

BACK TO NEWS