د پوهنې وزارت محترم سرپرست د پکتیکا ولایت برمل ولسوالۍ ته لاړ

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۱۳ - ۱۴:۹
gfjh

د پوهنې وزارت سرپرست محترم الحاج مولوي حبیب الله آغا او ورسره مل پلاوي، د پکتیکا ولایت پوهنې رئیس او چارواکو په ملتیا، د یاد ولایت برمل ولسوالۍ ته رسمي سفر وکړ او هلته یې د پوهنې او سیمه ییزو ادارو د نورو چارواکو سره د لیدنې او د هغوی د نظرونو او ستونزو آورېدلو ترڅنګ، د تعلیمي پروژو څخه هم لیدنه ترسره او د مسئولینو پام یې د یادو پروژو د ساختماني او بیارغونې کارونو کیفیت ته واړاوه.

د پوهنې وزارت محترم سرپرست د برمل ولسوالۍ پوهنې آمریت له چارواکو سره د غونډې پرمهال، په ټولنه کې د تعلیم ارزښت او اهمیت ته په اشارې سره وویل: زموږ اساسي موخه په ملي کچه د ښوونیز او رزونیز بهیر لاپیاوړتیا ده او د همدغه وزارت په رهبرۍ د تعلیمي مرکزونو جوړولو او بیارغونې لپاره هڅې دوام لري.

همدارنګه نوموړي له سیمه ییزو چارواکو څخه وغوښتل چې د ښوونیزو ادارو سره د سالم تعلیمي چاپېریال په رامنځته کولو کې هراړخیزه همکاري وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۵:۲۹
Background image

په څلورو ولایتونو کې د صرف او نحوې سیالي ترسره شوه

د طلابو د علمي وړتيا لوړولو په موخه، د پوهنې وزارت د دارالعلومونو ریاست له لوري په کاپیسا، سمنګان، سرپل او اروزګان ولایتونو کې د صرف او نحوې مضمونونو ازموینه واخيستل شوه.
همدارنګه، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۳:۴۸
Background image

له ولایتونو د پوهنې څو لنډ خبرونه

بغلان
د بغلان ولایت اندراب ولسوالۍ اړوند سید لولو آغا مدرسې لپاره د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ د یوې لویې درسي خونې جوړولو چارې پیل شوې.

لوګر
په لوګر کې له دوو ښوونځیو سره ۱۰۷ زره. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۳:۳۵
Background image

په زابل کې د څلورو نویو درسي ټولګیو بنسټ ډبره کېښودل شوه

د زابل ولایت خاک افغان ولسوالۍ اړوند هواري لومړني ښوونځي لپاره د شاوخوا ۷۰۰ زره افغانیو په لګښت د څلورو درسي ټولګیو او یوې اداري خونې جوړولو بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د یادې پروژې چارې د. . .

BACK TO NEWS