پکتیکا ولایت کې څه د پاسه ۵زره ډالرو په ارزښت، درې بابه ښوونځیو لپاره د لمریزې برېښنا سیسټمونه فعال شول

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۱۲ - ۱۲:۲
25

د پکتیکا ولایت په ارګون ولسوالۍ کې د نورالله، غوچ او ارګون کهنه ښوونځیو لپاره د لمریزې برېښنا سیسټمونه، د ۵ زره۱۰۰ امریکايي ډالرو په لګښت، د یاد ولایت یو تن ملي سوداګر نورمحمد شاهد افغان لخوا فعال شول.

د برېښنا سیسټمونو پرانیستنې په مراسمو کې د پکتیکا پوهنې مسئولینو، علماءکرامو او قومي مخورو برخه درلوده.

د پوهنې وزارت د هېواد د خلکو له مادي او معنوي مرستو، په ځانګړې توګه د دغه ملي سوداګر له همکاریو مننه کوي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۱۵:۱۶
Background image

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې محترم معین په مشرۍ د تدریساتو کمېسیون ۱۰۰ مه غونډه ترسره شوه

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین محترم شیخ عبدالمالک حقاني په مشرۍ د تدریساتو کمېسیون ۱۰۰ مه نوبتي غونډه په داسې حال کې ترسره شوه، چې پکې د پورته ذکر شوي کمېسیون غړي او د ۱۲ مرکزي. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۱۵:۱۳
Background image

په لوګر ولایت کې د تقویتي ټولګیو ښوونکو او زده‌کوونکو ته درسي مواد ووېشل شول

د لوګر ولایت پوهنې ریاست په مرکز پل‌علم ښار او ولسوالیو کې د ۲۰ بابه تقویتي ټولګیو ۲۰ تنو ښوونکو او ۶۰۰ تنو زده‌کوونکو ته درسي مواد توزیع کړل.
په دې درسي موادو کې د ښوونکو ته ۵ قلمه او. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۱۵:۱۱
Background image

په ۳ ولایتونو کې د څه باندې ۲۰۰ مېلیونه افغانیو په لګښت د ښوونیزو مرکزونو د رغونې او ترمیم پروژې پلي کېږي

د پوهنې وزارت د ودانیو او ملکیتونو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي سمیع الحق حماس په وینا؛ د یادې ریاست د پلان او د پوهنې وزارت محترم مشرتابه د پرېکړې سره سم، د همدغې ادارې د. . .

BACK TO NEWS