د ولایتونو له پوهنې ډګره څو خبرونه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۳ - ۱۲:۲۵
12

- بلخ:

د بلخ ولایت د ښوونځیو ۲۱۳ تنو مدیرانو او سرښوونکو ته «د مسلکي وړتیاوو پراختیا» تر سرلیک لاندې سیمینار جوړ شو.

د یاد ولايت پوهنې رئيس مفتي محمد شريف عثماني دغه سيمينار ګټور وباله او له ګډون والو يې وغوښتل، چې د خپلو زده کړو مهارتونو څخه د هېواد بچیانو د ښوونې او روزنې کچې لوړولو په برخه کې ګټه پورته کړي.

- پکتیکا:

د پکتیکا ولایت په ارګون ولسوالۍ کې د ۳۵ تنو ښوونکو لپاره د مسلکي وړتیاوو لوړولو یو ورځنی سیمینار جوړ شو.

- میدان وردګ:

د میدان وردګ ولایت پوهنې ریاست اداري کارکوونکو او مراجعینو ته د آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه، د یاد ریاست اودس خونه، ترمیم او ګټې اخیستنې ته وسپارله.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۱۲:۲۹
Background image

د هرات پوهنې ریاست، د مدرسینو مسلکي پراختیا غړو لپاره لارښود سیمینار جوړ کړ

د هرات ولایت پوهنې ریاست له خوا "د اداري او تدریسي کتابونو تشرېح " تر سرلیک لاندې دوه ورځنی لارښود سیمینار، د عاطفې خیریه بنسټ په همکارۍ، د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د مدرسینو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۱۲:۲۷
Background image

غزني ولایت کې د ۱۱۰ مېلیونه افغانیو په لګښت د ۱۰ بابه ښوونځیو نوې ودانۍ پرانیستل شوې

د غزني ولایت په آب‌بند، ګیلان او اجرستان ولسوالیو کې د ۱۰ بابه ښوونځیو نوې تدریسي ودانۍ، چې د ۱۱۰ مېلیونه افغانیو په لګښت جوړې شوې دي، د یو لړ مراسمو په ترڅ کې چې پکې د پوهنې وزارت د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۱۲:۲۱
Background image

په لوګر کې د یو باب ښوونځي لپاره د څښاک پاکو اوبو سیسټم فعال شو

د لوګر ولایت بره‌کي برک ولسوالۍ اړوند د عمران خېل ښوونځي لپاره د څښاک پاکو اوبو رسولو سیسټم جوړ او فعال شو.

یاد سیسټم د دوو تنو سیمه ییزو اوسېدونکو (سییر قریشي او سمسور) په مالي ملاتړ. . .

BACK TO NEWS