د پوهنې وزارت د استخدام رئیس د هرات ښار له پوهنې مسئولینو سره وکتل

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۶ - ۱۳:۲۶
dfsg
د پوهنې وزارت د استخدام رئیس مولوي محمد صادق صدیقي او ورسره مل پلاوی چې د هرات ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ښوونیزو بنسټونو د وضعیت په څېړنه او ارزونه بوخت دی، نن یې د ښار له پوهنې آمر مولوي عبدالله امیني او کارکوونکو سره وکتل.
په یاده کتنه کې نوموړي د دغه پلاوي د سفر اساسي موخې تشرېح کړې او د هرات ښار د تعليمي مرکزونو د پوهنیز وضعيت په باب يې خبرې او نظرونه تبادله کړل.
د پوهنې وزارت د استخدام رئیس د پلاوي په استازيتوب، د دغه ولايت د ښوونیزو بنسټونو د تعلیمي وضعیت لاښه والي په باب خبرې وکړې او اړوندو مسئولینو ته یې اړینې لارښوونې او سپارښتنې وکړې.
ورپسې د هرات ښار پوهنې آمر یاد ولایت ته د پوهنې وزارت د استخدام د رئیس له ورتګ هرکلی وکړ او د پلاوي په حضور کې یې د ښار په کچه د دغه آمریت د دندو د لنډ راپور په وړاندې کولو سره یو لړ وړاندیزونه او ښوونیزې ستونزې مطرح کړې.
په همدې حال کې د پوهنې وزارت د استخدام رئیس د پوهنې له مسئولینو سره د هرات ولایت د مرکز اړوند د قوسنان، بالیان، خواجه محمد تاکي او سیفي هروي لېسو څخه لیدنه وکړه او په حضوري کتنه کې یې د يادو ښوونځيو د ‌آمرینو، مديرانو او ښوونکو ستونزې واورېدې او د حل په برخه کې يې د همکارۍ ډاډ ورکړ.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۱۴:۲۹
Background image

په نورستان ولایت کې د یو باب ښوونځي بنسټ ډبره کېښودل شوه

څه موده مخکې، د نورستان ولایت واما ولسوالۍ د پونچ کلي اوسېدونکو لخوا د پونچ منځني ښوونځي جوړولو لپاره د ۴ جریبه ځمکې مرسته شوې وه، چې اوس یې د بنسټ ډبره د پوهنې چارواکو او ځایی خلکو د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۱۴:۱۴
Background image

د کابل ښار پوهنې ریاست د ښوونکو مسلکي وړتیاوو لوړولو په موخه سیمینار جوړ کړ

 د کابل ښار پوهنې ریاست د ۱۶ ولسوالیو د ساینس او ​​ریاضياتو ۲۰۰ تنو ښوونکو لپاره ۶ ورځنی علمي او مېتودولوژیکي سیمینار پیل کړ.
د یاد پروګرام د پرانیستې په مراسمو کې، د پوهنې چارواکو د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۱۴:۱۰
Background image

په څو ولایتونو کې د ساینس او ​​ریاضياتو ښوونکو لپاره د وړتیا لوړولو ورکشاپونه پیل شول

د پوهنې وزارت لخوا په بامیان، دایکنډي، غور او کاپیسا ولایتونو کې، د ښوونکو د علمي او مسلکي کچې لوړولو لپاره، د ساینس او ​​ریاضياتو ۵۰۰ تنو ښوونکو لپاره د مسلکي ظرفیت لوړولو ۶ ورځني او ۸. . .

BACK TO NEWS