د بدخشان ولایت د کشم ولسوالۍ پوهنې آمریت ودانۍ د ۷ مېلیونه افغانیو په ارزښت ورغول شوه

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۶ - ۸:۵۴
hjgfds

د بدخشان ولایت د کشم ولسوالۍ د چارواکو، ښوونکو، د ښوونځیو منسوبینو او د سیمې اوسېدونکو په مالي مرسته، د یادې ولسوالۍ د پوهنې آمریت ودانۍ ورغول شوه او د یو لړ مراسمو په ترڅ کې چې د دې ولسوالۍ پوهنې مسئولینو او د سیمه ییزو ادارو استازو په کې ګډون درلود، پرانیستل شوه.

د ياد ولايت د پوهنې مسئولينو د څرګندونو له مخې: د کشم ولسوالۍ د پوهنې آمریت نوې ودانۍ، د درسي او اداري خونو په لرلو سره د ۷ مېلیونه افغانیو لګښت سره، دوو پوړونو کې په پاخه او اساسي ډول جوړه شوې ده.

د پوهنې وزارت رهبري د کشم ولسوالۍ له اوسېدونکو مننه کوي، چې د یادې ولسوالۍ د پوهنې آمریت ودانۍ یې په پاخه او اساسي ډول رغولې ده.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۱۵:۵۰
Background image

د لوګر ولایت پوهنې ریاست کارکوونکو لپاره مسلکي سیمینار جوړ شو

د لوګر ولایت پوهنې ریاست، د ا.ا.ا. د چارو ادارې لوی ریاست د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ریاست په همکارۍ، د تعلیمي ادارو د اداري چارو د اصلاح او آسانتیا په موخه، د ساده شويو اداري. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۱۵:۳۹
Background image

په هرات ولایت کې د سواد زده‌کړې ۱۸۸ بابه کورسونه جوړ شول

د ۱۴۰۴ لمریز کال په لومړیو درېیو میاشتو کې، د هرات ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د سواد زده‌کړې ۱۸۸ بابه کورسونه پرانیستل شوي، چې له ۴۱۵۴ څخه ډېر زده‌کوونکي یې جذب کړي دي.

د هرات ولایت. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۱۵:۳۷
Background image

د زابل ولایت د ښوونکو مسلکي پراختیا علمي غړو لپاره روزنیز سیمینار جوړ شو

د زابل ولایت پوهنې ریاست په قلات ښار او ولسوالیو کې د ښوونکو د مسلکي پراختیا، پوهنې آمرینو او یو شمېر علمي غړو لپاره د عملیاتي پلان پلي کولو په موخه، یو ورځنی روزنیز سیمینار جوړ کړ.

په. . .

BACK TO NEWS