د پکتیا ولایت پوهنې رئيس د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو له معین سره وکتل

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۳/۶/۱ - ۱۰:۴۳
ghds

د پکتیا ولایت پوهنې رئيس مولوی عبدالقیوم فاروقي او د یاد ولایت د اسلامي زده کړو آمر د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو له معین، الحاج مولوي کرامت الله آخندزاده سره د لیدنې پر مهال، د پوهنې ریاست د پرمختګونو او کاري ستونزو په اړه خبرې او نظرونه تبادله کړل.

د یادې ناستې په دوام، د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معین د پکتیا ولایت د پوهنې ریاست د کړنو د ستاینې ترڅنګ ژمنه وکړه، چې د دغه ولایت د پوهنې ریاست د وړاندیزونو او د پوهنې د ستونزو د حل په برخه کې به د همدغه ریاست له مشرتابه سره همکاري وکړي.

په پای کې د پکتیا ولایت پوهنې رئیس د اسلامي زده کړو له معین څخه مننه وکړه، چې د خپلو کاري بوختیاوو سره سره یې د لیدنې لپاره خپل وخت ځانګړی کړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۱۳:۴
Background image

په ټول هېواد کې نوی ښوونیز کال په رسمي ډول پیل وشو

د ولایتونو د پوهنې ریاستونو څخه د ترلاسه شوو راپورونو له مخې، نوی تعلیمي کال د هېواد په سړو سیمو او ولایتونو کې د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې د پوهنې مسئولینو، د ا/سلامي ا/مارت د ولایتي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۱۲:۵۴
Background image

په سړو سیمو او ولایتونو کې نوی ۱۴۰۵ ښوونیز کال په رسمي ډول پیل شو

د ملک په سړو سیمو کې نوی ۱۴۰۵ ښوونیز کال، د پوهنې وزارت محترمې رهبرۍ، لوړو پوړو چارواکو، د افغانستان ا/سلامي ا/مارت د کابینې یو شمېر غړو، مېلمنو، علماءکرامو، استادانو، ښوونکو، زده. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۴:۵۶
Background image

د دیني مدارسو د ثانويه او مافوق ثانويه مرحلو اړوندو ازموینو د نه قناعت په تړاو د پوهنې وزارت خبرتیا

د هېواد د دیني مدارسو هغو طالبان‌العلم ته چې د ثانويه او مافوق ثانويه مرحلو ازموینې یې د ۱۴۴۷ هـ ق کال په رجب المرجب میاشتې کې ترسره کړې دي او له خپلو نمرو څخه قناعت نه لري، خبر ورکول. . .

BACK TO NEWS