په بامیان ولایت کې د ښوونځیو لپاره د درسي موادو وېش بهیر پیل شو

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۳۱ - ۹:۴۲
sdf

د بامیان ولایت پوهنې رئیس قاري عنایت الله سهار په وینا، د یاد ولایت ۱۱۷ بابه ښوونځیو ته، د بېلابېلو موضوعاتو اړوند ۹۹۹ ښوونیز چارټونه، لومړنیو، منځنیو او لېسو ته ۹۴۵ ټوکه د تجربوي لارښود کتابونه، د بیولوژي ۲۰ ډوله موډلونه، ۳۷ بستې د ریاضي درسي مواد، ۱۰ پایې مېزونه، ۲۰ پایې څوکۍ او یو شمېر نور درسي توکي ووېشل شول.

د سیمه ییزو مسئولینو په وينا، ياد ښوونځي د باميان ولايت په مرکز او ٧ ولسواليو کې موقعیت لري.

د همدغو ښوونځيو ښوونکو د يادو درسي توکو په لاسرسي خوښي څرګنده او د تدريس په بهير کې يې اغېزمن وبلل.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۵:۴۴
Background image

د غور ولایت په مرکز کې د سوادزده‌کړې ټولګی جوړ شو

د بې‌سوادۍ کچې راکمولو په موخه، د غور ولایت مرکز فیروزکوه ښار اړوند «دره‌قاضي» په سیمه کې د سوادزده‌کړې یو ټولګی جوړ شو.
د پوهنې مسئولینو په وینا، د دغه صنف په جوړېدو سره ۳۰ تنو بې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۲:۳۹
Background image

بامیان ولایت کې د څه کم ۱۷۰ میلیونه افغانیو په لګښت یو شمېر تعلیمي مرکزونه ترمیم او بیارغول شوي

د بامیان ولایت پوهنې ریاست مسئولین وایي، چې د ۱۴۰۴ لمریز کال په جریان کې د سیغان او یکاولنګ نمبر ۱ ولسوالیو اړوند ۳۲ بابه مدارسو او ښوونځيو د ترمیم چارې او د ۳ بابه 
نویو ښوونځیو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۲:۳۷
Background image

د نیمروز ولایت په ښوونځیو کې اړمنو زده‌کوونکو ته د بکسونو او درسي مرستندویه توکو وېش لړۍ پیل شوه

د یوې خیریه بنسټ له لوري د نیمروز ولایت مرکز زرنج ښار په ښوونځیو کې له ۱۰۰ تنو څخه زیاتو بې‌وزلو زده‌کوونکو ته، د پوهنې ملاتړ په موخه د ښوونځي بکسونه او درسي مرستندویه توکي ووېشل شول.
د. . .

BACK TO NEWS