د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین د پکتیکا ولایت د سرحدي ولسوالیو پوهنیز وضعیت وارزاوه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۱۷ - ۱۰:۷
تایب

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین الحاج مولوي سخاءالله سعید او ورسره مل پلاوي، په داسې حال کې چې د پکتیکا ولایت پوهنې رئیس مولوي عبدالوکیل خالد یې هم ملتیا کوله، د دغه ولایت شکین ولسوالۍ ته ولاړ او هلته یې له پوهنې آمر، د مدارسو او ښوونځیو مسئولینو، د علماوو شورا رئیس او قومي مشرانو سره وکتل او د همدغې ولسوالۍ د پوهنې وضعیت په اړه یې ورسره خبرې وکړې.

په یاده کتنه کې د پوهنې سیمه ییزو مسئولینو د خپلې سیمې د ښوونیزو بنسټونو او د مسلکي ښوونکو کمښت په ګډون یو لړ وړاندیزونه او ستونزې د پوهنې وزارت له مشرتابه سره شریکې کړې، چې د یاد وزارت معین له لوري ورسره دستونزو په حل کې د همکارۍ ژمنه وشوه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۱۲:۵۷
Background image

د پکتیکا ولایت پوهنې لپاره ۲ جریبه ځمکه وقف شوه

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست څخه ترلاسه شوي راپورونه ښیي چې، د یاد ولایت شخیل‌آباد ولسوالۍ اوسېدونکو په دې وروستیو کې د ابوبکر صدیق «رضی الله عنه» لومړني ښوونځي جوړولو لپاره ۲ جریبه ځمکه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۱۲:۵۳
Background image

د ښوونکو او زده‌کوونکو لپاره د احصائیوي فارمټ نوی سیسټم پرانیستل شو

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معینیت لخوا، د تعلیمي مرکزونو د ښوونکو او زده‌کوونکو د دقیقو احصائیو او ارقامو درلودلو په موخه، د معلوماتو مدیریت سیسټم (EMIS) کارپوهانو په همکارۍ، د ښوونکو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۵:۴
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست پلاوی خوست ولایت ته په رسمي سفر لاړ

د محترم مولوي بسم الله حسان په مشرۍ د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست پلاوي، د خوست ولایت په مرکز کې د پوهنې ریاست په منسوبینو سربېره، د ا.مارتي او خصوصي ښوونځیو له چارواکو سره د. . .

BACK TO NEWS