د کابل ښار له ښوونځیو څخه د ځانګړو څېړنو پر پایلو بحث وشو

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۲/۶/۸ - ۱۲:۲۸
985

د پوهنې وزارت د څارنې او ارزونې پلاوي، د کابل ښار په ښوونځیو کې د شته ننګونو د حل او د تعلیمي وضعیت د لاښه والي په موخه، د یاد ښار په بېلابېلو ناحیو کې له ۱۶ ښوونځیو څخه لیدنه وکړه او د ښوونځیو پرمختګونه، ستونزې او نیمګړتیاوې یې له نیږدې وڅېړلې.
په هغه غونډه کې چې د يادو څېړنو د پايلو په اړه د بحث په موخه جوړه شوې وه، پکې د پوهنې وزارت سرپرست الحاج مولوي حبيب الله آغا، د کيفيت تضمين، ښوونې او روزنې، سرچنېو او ادارې معینانو سربېره، د بشري سرچينو او اداري پراختیا لوی رئیس او د پو هنې وزارت اړوند د يو شمېر نورو څانګو رئیسانو هم ګډون درلود.
غونډه د قرآن عظیم الشان د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه.

ورپسې د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین الحاج مولوي عبدالخالق صادق، په مجلس کې د بحث وړ موضوعات بیان کړل او د غونډې ګډون والو ته یې، د کابل ښار د ښوونځیو د پرمختګونو او نیمګړتیاوو راپور په تفصیلي ډول وړاندې کړ.
په پای کې د پوهنې وزارت سرپرست د څېړنو پایلې راټولې او او په ښوونځيو کې یې د ستونزو او ننګونو د حل په موخه، اړوندو رياستونو ته لازمې لارښوونې وکړې. 
غونډه د دعائیې په لوستلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۳:۳۸
Background image

د پوهنې وزارت د ودانيو او املاکو د ساتنې رئیس بلخ ولایت ته سفر وکړ

د پوهنې وزارت د ودانيو او املاکو د ساتنې رئیس، محترم مولوي سمیع الحق حماس د افغانستان اسلامي ا/مارت د عاليقدر رهبرۍ د لارښوونو پلي کولو په موخه د پروژو او نورو ودانيزو او ترمیمي چارو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۳:۳۷
Background image

له ٢٠٠ تنو م/جاهدینو څخه د سويې د تثبيت آزموینه واخیستل شوه

د پوهنې وزارت د اساسي او ثانوي زده کړو ریاست له لوري د ځانګړې قانوني کړنلارې پر بنسټ، د ا. ا. ا د م/جاهدينو لپاره د زده کړو د آسانتیاوو برابرولو او په رسمي ښوونځیو کې د هغوی شاملولو په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۳:۳۵
Background image

د پوهنې وزارت لخوا د امام ابويوسف نمونوي لېسې د ښوونکو اړوند١٣ خالي بستونو لپاره د آزاد رقابت آزموینه واخيستل شوه 

د پوهنې وزارت د ځانګړې کړنلارې پر بنسټ، د امام ابويوسف نمونوي لېسې د ښوونکو اړوند خالي بستونو لپاره د آزاد رقابت آزموینه ترسره شوه٠
دغه ازموينه د پوهنې ورارت د ښوونکو د روزنې او مسلکي. . .

BACK TO NEWS