د پوهنې وزارت لخوا د امام ابويوسف نمونوي لېسې د ښوونکو اړوند١٣ خالي بستونو لپاره د آزاد رقابت آزموینه واخيستل شوه 

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۳:۳۵
ظزظطز

د پوهنې وزارت د ځانګړې کړنلارې پر بنسټ، د امام ابويوسف نمونوي لېسې د ښوونکو اړوند خالي بستونو لپاره د آزاد رقابت آزموینه ترسره شوه٠
دغه ازموينه د پوهنې ورارت د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختيا د رٸيس، آمرينو او چارواکو په حضور کې پیل شوه.
د پوهنې وزارت د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختيا رٸيس محترم مولوي محمدابراهيم عمري وويل: په یادو بستونو کې چې مخکې اعلان شوي وو، د ښوونکو ١٣ بېلابېل بستونه شامل وو، چې ټولټال ٧١٧ تنو ورته نومليکنه کړې وه او له دې ډلې يې ٢٧٦ تنه د شرايطو وړ وبلل شول، چې د اړینو اداري پروسو له بشپړولو وروسته یې نن آزموینه له ځانګړې کړنلارې سره سمه واخيستل شوه.
نوموړي ډاډ ورکړ چې د ازموينې ټول مراحل به تر هراړخيزې او شفافې ارزونې وروسته پلي او وړ کادرونه به په يادو بستونو کې وګمارل شي٠

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۵ - ۱۲:۳۳
Background image

میدان وردګ کې د ۲۲۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت د یوه ښوونځي نوې ودانۍ پرانیستل شوه

د میدان وردګ ولایت جغتو ولسوالۍ اړوند یوه لومړني ښوونځي نوې ودانۍ، چې د ۲۲۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت جوړه شوې، د یاد ولایت پوهنې مسوولینو په حضور کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
یاده. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۵ - ۱۲:۲۹
Background image

د کابل د شپږو دارالعلومونو له شاوخوا ۵۰۰ تنو طلابو څخه د ازاد رقابت ازموينه واخيستل شوه

د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معينيت اړوند دارالعلومونو ریاست له لوري، د کابل د شپږو مرکزي دارالعلومونو د شاوخوا ۵۰۰ تنو طلابو ترمنځ د صرف او نحوې په مضمونونو کې د ازاد علمي رقابت. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۵ - ۱۱:۳۳
Background image

په نیمروز کې د ساینسي مضمونونو ۶۰ تنو ښوونکو ته علمي برنامه پیل شوه

د پوهنې وزارت د ساینس مرکز له لوري د «ساینسي مضمونونو په تدریس کې د چاپېریالي موادو کارونې» تر سرلیک لاندې شپږ ورځنۍ علمي برنامه، د نیمروز ولایت د مرکز او ولسوالیو د ۶۰ تنو ښوونکو لپاره. . .

BACK TO NEWS