د اسلامي امارت د تعلیم او تربیې د کمېسیون لخوا د کابل ښار او ټولو ولسوالیو د دیني مدارسو د مدیرانو او شیخ صاحبانو لویه او پرتمینه غونډه رابلل شوې وه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۰/۶/۸ - ۱۹:۲۴

په غونډه کې تقریبًا تر ۵۰۰ پورې د مدرسو مدیرانو او شیوخ کرامو  ګډون درلود.
غونډه د قرآن عظیم الشان په څو مبارکو آیتونو تلاوة سره پیل وروسته د مرکزي کمېسیون لخوا علماء کرامو ته وویل شول:
ستاسو دغه شل کلنه علمي او تعلیمي مبارزه د ستاینې او تقدیر وړ ده اسلامي امارت د علماء کرامو دغه شل کلنه علمي لاسته راوړنې ته د قدر په سترګه ګوري او هم به يې ستايې
او راتلونکې کې هم د پوره اطمینان او آرام ډاډ درکوو، خو کوښښ به کوو چې د ټول  افغانستان دیني مدارس په یو واحد نصاب او واحد طرزالعمل باندي راجمع شي او خپل تعلیمي کارونه مخته یوسي.
وروسته د ټولو علماء کرامو په نمائنده ګۍ څو تنو جیدو علماءکرامو د اسلامي امارت د هر اړخیزې تعلیمي پالیسۍ څخه د لاسونو په پورته کیدو سره پوره ملاتړ اعلان کړ او زیاته يې کړه چې د وخت د ضرورت په خاطر مونږ تعلیمي اتحادیې او مختلف نصابونه لرل خو اوس څخه هغه اتحادیې ځکه منحل دي چې هغه ضرورت اوس نشته نو د الهي فرمان مطابق به ټول په یوه متحد نصاب او یو متحد طرزالعمل خپلي تعلیمي چارې پر مخ وړو.
د یادونې وړ ده چې په غونډه کې د کمېسیون له طرفه پنځه کسیز هیئت هر یو محترم مولوي عبدالخالق صاحب د غزني ولایت، محترم مفتي ابو سعید راشد صاحب د پکتیکا ولایت، محترم مولوي بسم الله صاحب د کندوز ولایت، محترم مولوي سید غیاث الدین اغا صاحب د فاریاب ولایت او محترم مفتي قدرت الله صاحب د کندهار ولایت ګډون درلود  غونډه د محترم شیخ جمعه ګل صاحب لخوا د افغانستان د استحکام ثبات او امت مسلمه دښېرازي د دعا په غوښتلو پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۴:۵۰
Background image

د ولایتونو له پوهنې کړنو څو لنډ خبرونه

غور

د پوهنې وزارت د ودانیو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي سمېع‌الحق حماس، تازه غور ولایت ته رسمي سفر کړی.
نوموړي د یاد ولایت د لعل‌سرجنگل او فیروزکوه ولسوالیو له یو شمېر ښوونځیو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۴:۴۷
Background image

د ولایتونو له پوهنې ریاستونو څو لنډ خبرونه

کابل
د کابل ولایت پوهنې ریاست تخنیکي ټیم په خاک‌جبار او فرزه ولسوالیو کې د پوهنې له ځینو ترمیماتي او رغنیزو پروژو د چارو له جریان څخه لیدنه وکړه. 
هغوی د ودانیزو مسئولینو سره په خبرو کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۹:۳۹
Background image

د پوهنې وزارت له لوري د کابل ښار په اړوندو ښوونځیو کې د معیاري ازموینو لړۍ پیل شوه

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معینیت په نوښت، د درسي کیفیت لوړولو او د ازموینو معیاري کولو په موخه، د اسلامي ښوونې او روزنې، ژبې، کیمیا او ریاضیاتو په مضمونونو کې د معیاري آزموینو اخیستلو. . .

BACK TO NEWS