د پوهنې وزارت له لوري د کابل ښار په اړوندو ښوونځیو کې د معیاري ازموینو لړۍ پیل شوه
د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معینیت په نوښت، د درسي کیفیت لوړولو او د ازموینو معیاري کولو په موخه، د اسلامي ښوونې او روزنې، ژبې، کیمیا او ریاضیاتو په مضمونونو کې د معیاري آزموینو اخیستلو لړۍ پیل شوه.
لومړی د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معین محترم الحاج مولوي عبدالخالق صادق د خپلې وینا پرمهال، د معیاري ازموینې اخیستلو پیل په اړه خوښي څرګنده کړه او علم او پوهه یې د دنیوي او اخروي بریالیتوبونو بنسټ وباله.
دغه راز نوموړي د پوهنې مؤثریت په اړه د کیفیت پر لوړوالي ټینګار وکړ او معیاري او باکیفیته زده کړې یې د ټولنې هر اړخیز پرمختګ لپاره خورا مهمې وبللې او زیاته یې کړه چې دغه لړۍ به په راتلونکې پنځو کلونو کې د هېواد ټولو ولایتونو ته وغځېږي.
د یادونې وړ ده چې یاده آزموینه به د کابل ښار په ۱۶ ګونو ښوونیزو حوزو او ۳۰ محلونو کې د امارتي او خصوصي ښوونځیو د لسمو ټولګیو له (۴۱۸۲۲ تنه) زدهکوونکو څخه واخیستل شي، کوم چې اساسي موخه یې د ښوونیز او روزنیز کیفیت لوړول او د ازموینو معیاري کول دي.
غونډه د پوهنې وزارت د نشراتو او عامه اړیکو رئیس محترم مفتي حبیب الله قتاده نوري لخوا په مبارکې دعائیې سره پای ته ورسېده.
