میدان وردګو ولایت کې د پوهنې ریاست کارکوونکو ته د کرونا وایروس واکسین لګول کیږي
د پوهنې وزارت، میدان وردګ: د میدان وردګو ولایت د عامې روغتیا ریاست له لوري د پوهنې ریاست کارکوونکو ته د کرونا وایروس د واکسین لګولو لړئ رسماً پیل شوه.
په پیل کې د پوهنې ریاست د تدریسي چارو مرستیال عبدلهادي باور او د یاد ریاست نورو کارکوونکو ته واکسین ولګول شو.
د عامې روغتیا ریاست ژمنه وکړه،چې د پوهنې ریاست په همغږۍ، د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې به د پوهنې ر یاست ټولو کارکوونکو ته کرونا وایروس واکسین لګوي.
د پوهنې رئیس ښاغلي ډاکټر محمد سعید منصور د عامې روغتیا ریاست څخه مننه وکړه چې په یاد ولایت کې یې د پوهنې کارکوونکو ته د کرونا وایروس د واکسین لګولو لړۍ پیل کړه، همداراز د دې لړۍ په پیلیدو یې خوښي څرګنده کړه.
نوموړي کرونا وایروس یوه ګواښوونکې ناروغۍ وبلله او د پوهنې له ټولو کارکوونکو یې غوښتنه وکړه څو واکسین وکړي او د عامې روغتیا ریاست لارښوونې په پام کې ونیسي.
همدارنګه د پوهنې رئیس ښاغلي منصور زیاته کړه: د واکسین په لګولو سره به، له یوه لوري د پوهنې کارکوونکي د یادې ناروغۍ له ګواښونو خوندي وي او له بل اړخه به په ښوونځیو، علمي مرکزونو او ټولنې کې د یادې ناروغي له خوریدو مخنیوی وشي.
