د خواشينۍ پيغام
په ډيرې خواشينۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د کندز د عالمانو د شورا رئيس او د کابل د عربي دارالعلوم استاد، مولوى فيض محمد فايض په شهادت رسيدلى
انا الله و انا الله راجعون
شهيد فيض محمد فايض نن سهار چې جومات خواته روان وو،د لارې په اوږدو کې د کابل ښار اولسمې ناحيې اړوند په شهرک طلايي سيمه کې د ناپيژندو ولسوالو له لوري شهيد کړاى شو
د پوهنې وزارت د نوموړي شهادت د هيواد روحاني ټولنې ته يوه ستره ضايعه ګڼي چې کله به هم دا تشه ډکه نه شي،
د داسې ديني عالمانو او روحاني شخصيتونو وژنه، د اسلام او بشريت ضد کړنه ګڼي او غندي يې، همداراز د خداى پاک له دربار څخه نوموړي ته فردوس جنت او کورنۍ ته يې د دې ستر غم د زغملو ځواک غواړي
همدارنګه د پوهنې وزارت له امنيتي ځواکونو غواړي څو د دې پيښې عاملان پيدا او ژر تر ژره يې د قانون منګولو ته وسپاري
=====
