د حق غوښتنې ولسي حرکت له استازي سره د پکتیکا پوهنې رئیس ناسته
د پوهنې وزارت، پکتیکا: پکتیکا ولایت پوهنې رئیس انجنیر محراب الدین شفق دحق غوښتنې ولسي حرکت له مشرحاجي نیازمحمد امیر سره په داسي حال کې چې د یو شمیر ښوونځیو آمرینو او مدیرانو ګډون درلود ګډه ناسته ترسره کړه.
د یاد ولسي حرکت غړو اوځوانانو د مرکز شرني مربوط پوهنې په برخه کې شته ټولي ستونزې او ننګونې د پوهنې له رئیس سره شریکي کړي، همدارنګه پوهنې رئیس هم د دوي ستونزي واوریدې او دحل په موخه یی پدې برخه کې دهر رازهمکاریو ډاډ ورکړ.
همدارنګه دحق غوښتنې ولسي حرکت مشر تابه د پکتیکا ولایت د پوهنیز بهیر د لاپراختیا په پار د هر راز مرستې او همکارۍ ژمنه وکړه.
