په کنړ ولایت کې د شانتي رضاکاري موسسې لخوا په ښوونځیو کې موقتي خونې جوړیږي
د پوهنې وزارت_لوګر: د لوګر د څرخ ولسوالۍ د خواجه اسمٰعیل په کلي کې د خواجه اسمٰعیل په نوم د نجونو یو نوی لومړنۍ ښوونځی تاسیس شو.
دغه ښوونځی د پوهنې ریاست د چارواکو په هلو ځلو د پوهنې وزارت د عمومي زده کړو معینیت له منظورۍ وروسته فعال شو.
د یاد ښوونځي په تاسیسولو سره د خواجه اسمٰعیل او شاوخوا سیمو نژدې ۳۰۰ نجونو ته د زده کړو زمینه برابره شوه، چې د کرونا له رخصتیو وروسته به یې درسي بهیر رسمآ پیل شي.
له دې مخکې په یاد کلي کې د نجونو کوم ښوونځی موجود نه و، چې ماشومو نجونو به یې د نورو سیمو په نژدې ښوونځیو کې زده کړې کولې.
د لوګر د پوهنې سرپرست رئیس نثار احمد سیدي وایي، چې د پوهنې وزارت د ورکړل شوي پلان له مخې به د روان کال تر پایه ۲۲ نور ښوونځي هم تاسیس کړي.
هغه زیاته کړه، چې په نوموړو ښوونځیو کې د کوچي ماشومانو لپاره هم یو ځانګړی ښوونځی شامل دی، چې ډېر ژر به دغه ښوونځی هم تاسیس شي.
په څرخ ولسوالۍ کې دا مهال د نجونو او هلکانو ۳۱ ښوونځي شتون لري، چې ۱۰ لېسې، ۸ منځني او ۱۳ لومړني ښوونځي دي.
