پوهنې وزارت د درسي ویډیوګانو د ژباړې په موخه د هیله لرو له بنسټ سره تړون لاسلیک کړ
پوهنې وزارت_کابل: پوهنې وزارت پښتو ژبې ته د درسي ویډیوګانو د ژباړې په موخه له هیله لرو ټولنې سره تړون لاسلیک کړ. د دغه تړون په اساس به د لومړي ټولګي څخه تر اووم ټولګي پورې د ابتدايي دورې د سیاینسي مضامینو ٧٠٠ ویدیو ګانې چې د خان اکاډمۍ د زده کړیزې ټولنې لخوا جوړې شوې پښتو ژبې ته وژباړي شونې ده چې نوموړې ویدیو ګانې به د لرې واټن څخه د زده کړې بهیر سره د مرستې په موخه چې د معارف تلویزیون او د لرې واټن ویب سایټ "http://maarif.af" څخه خپریږي ځای پرځای شي دا په داسې حال کې ده چې په هیواد کې د کوید ١٩ د ویروس د پراختیا د مخنیوۍ په موخه پوهنې وزارت د لرې واټن څخه د زده کړې بهیر د ټلویزیون او راډیو له لارې پیل کړی دی په ورته وخت کې په داسې طرحه هم کار روان دی چې له مخې به یې زده کوونکي په تولګیو کې د فاصلو په پام کې نیولو سره خپل نارمل زده کړیز بهیر له سره پیل کړي.
