د لوګر اوو ښوونځیو ته د پاکو اوبو څاه ګانې جوړېږي

media-moe
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۲۵ - ۱۳:۳۴
د لوګر اوو ښوونځیو ته د پاکو اوبو څاه ګانې جوړېږي

د پوهنې وزارت_لوګر: د لوګر د خوښۍ ولسوالۍ د نجونو او هلکانو ۷ ښوونځیو ته د څښاک پاکو اوبو د اوو څاه ګانو د کېندلو کار پیل شو.
یادې څاوې د ولسي تړون یا اقراء پروګرام په مالي مرسته جوړیږي، چې شاوخوا ۴،۴ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي.
دغه څاه ګانې د ۱۰۰ مترو په ژوروالي کېندل کېږي، چې د لاسي بمبې تر څنګ به لمریز واټر پمپونه هم ولري.
د دغو څاه ګانو په جوړېدو سره به د نوموړو ښوونځیو د ۵ زره زده کوونکو د څښاک پاکو اوبو د نشتون ستونزه هواره شي.
د لوګر د پوهنې سرپرست رئیس نثار احمد سیدي د یادو څاوو پر جوړولو خوښي څرګنده کړه او ویې ویل ویل، چې یادې پروژې د دوی د وړاندیز له مخې عملي کېږي.
د یادونې وړده،چې د لوګر د ۳۱۳ ښوونیزو مرکزونو له ډلې ۳۵ ښوونیز مرکزونه تر اوسه د اوبو څاه ګانې نه لري.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۷ - ۱۰:۷
Background image

د ولایتونو ځینو مهمو خبرونو ته لنډه کتنه

خوست

د خوست ولايت پوهنې رئيس مولوي فيض الله جمال حقاني، د اسمعيل خېلو مندوزيو ولسوالۍ د پوهنې له يو شمېر مسئولينو، علماوو او قومي مشرانو سره وکتل او له هغوى سره يې د هېواد بچيانو د. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۶ - ۱۵:۱۹
Background image

د ولایتونو پوهنې خبرونو ته لنډه کتنه

بلخ

د بلخ ولایت د ښوونځیو شوراګانو، د مزارشریف ښار اړوند د ابوریحان البیروني، رئیس عبدالخالق او عطا محمد لېسو ته د ۵۰ زره افغانیو په لګښت، د اوبو پمپونه، پایپونه او څاه ګان برابر او د. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۶ - ۱۳:۲۲
Background image

د ولایتونو له پوهنې ډګره د څو مهمو خبرونو لنډیز

کاپیسا

د کاپیسا ولایت پوهنې رئیس مولوي محمد فرید حقاني، د یاد ولایت مرکز اړوند د امام اعظم «رحمه الله علیه» او عبدالله ابن مسعود «رضی الله عنه» د دارالحفاظونو اداري او تدریسي چارو د. . .

BACK TO NEWS