دوشنبه ۱۳۹۹/۸/۲۶ - ۱۰:۱۸
Background image

د افغانستان د پوهنې وزارت اعلان کړی چې د هوا په سړېدو سره د لیندۍ تر ۱۵مې د ټولو سړو سیمو ښوونځي رخصتوي

د یاد وزارت ویاندې نجیبه ارین د دې پرېکړې په اړه رسنیو ته په یوه پیغام کې ویلي: "د هوا په سړېدو سره مو پرېکړه کړې چې د سړو سیمو ښوونځي رخصت کړو. له لومړي تر شپږم ټولګي به د قوس/ لیندۍ په پيل کې رخصتېږي. له اووم تر دولسم ټولګي به د قوس په ۱۵مه رخصتېږي. هغه سیمې چې نهایت سړې دي هغه له لومړي تر ۱۲م ټولګي به د قوس په لومړۍ نېټه رخصتېږي."

د پوهنې وزارت ویانده زیاتوي چې د دوی پرېکړه د ټولو دولتي او خصوصي ښوونځیو او دیني مدرسو لپاره د تطبیق وړ ده او کلنۍ ازموینې به د ۱۴۰۰ کال په پیل کې کله چې ښوونځي پیلېږي واخیستل شي.

یکشنبه ۱۳۹۹/۸/۲۵ - ۱۲:۱۶
Background image

جاپان ښونځیو کې د پاکو اوبو د برابرولو له پروژې سره مرسته کوي

جاپان د افغانستان په ښونځیو کې د پاکو اوبو د برابرولو له پروژې سره څلور میلیونه ډالره مرسته کوي.

د دغو مرستو تړون نن د پنجشنبې(د لړم ۲۲مه) کابل کې د جاپان سفارت د شارژدافیر او یونېسف د استازي ترمنځ لاسلیک شو.

په ډېرو ښونځیو کې د پاکو اوبو او پاک چاپیریال نشتوالی د افغانستان یوه بنسټیزه ستونزه ده.

د شمېرو له مخې په درېیو کې یو ښونځي پاکې اوبه نه لري او په درېیو کې دوه ښونځي د لاس مینځلو اسانتیاوې نه لري.

چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۱/۲۳ - ۱۲:۷
Background image

د نجونو کور په کور کمپاین؛ "بچیان مو ښوونځيو کې شامل کړئ"

د افغانستان سوېل ختیځ خوست ولایت کې د ښوونځیو له پیل وړاندې یوه ډله نجونې کور په کور ګرځي او په ښوونځیو کې خلک د خپلو بچیانو شاملولو ته هڅوي. دا نجونې وايي، هڅه یې دا ده چې هره جمعه ورځ به کور په کور او کلي په کلي د زدکړو کمپاین کوي.

پنجشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۱۹ - ۱۰:۳۴
Background image

جمهور رئیس غني: معارف باید د ۲۱ پېړۍ اړتیاوو ته ځواب ویونکي وي

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني، نن ماښام د پوهنې د اصلاحاتو لومړني ملي سمپوزیم په اختتامیه مراسمو کې ګډون او وینا وکړه.

په دغو مراسمو کې چې په چهارچنار ماڼۍ کې جوړ شوي وو، د هیواد لومړۍ مېرمن او یو شمېر لوړ پوړو دولتي مقاماتو هم حضور درلود، په پیل کې د پوهنې وزارت سرپرست ډاکټر محمد مېرویس بلخي د پوهنې د اصلاحاتو ملي سمپوزیم د درې ورځني کار په اړه معلومات ورکړل.

چهارشنبه ۱۳۹۸/۸/۲۲ - ۱۳:۱۲
Background image

جوګي ماشومان به له دې وروسته ښوونځيو ته ځي

په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره جوګي ماشومان ښوونځي ته د تللو اجازه پیدا کړه.

د افغانستان پوهنې وزارت جوګي ماشومانو ته د زده کړې د زمینې د برابرولو خبره داسې مهال کوي چې جوګيان لاهم افغاني پېژندپاڼه نه لري.

دغه پرېکړه د ازادی راډيو له هغه راپور وروسته وشوه چې څه موده مخکې د جوګیانو په ژوند جوړ شوی و.

دوشنبه ۱۳۹۸/۸/۲۰ - ۱۳:۲۱
Background image

'د افغانستان ښوونیز نصاب تېروتنې لري، عصري نصاب جوړېږي'

د افغانستان د پوهنې وزارت وايي، په اوسني ښوونیز نصاب کې د مضامینو شمېر زیات دی او په یو شمېر کتابونو کې تېروتنې هم شته. چارواکي وايي اوس اړتیا ده چې نوی او عصري ښوونیز نصاب جوړ شي.

ټاکل شوې چې د پوهنې وزارت د ښوونیز نصاب د اصلاح کولو په موخه له ښوونکو، د زدکوونکو د کورنیو له غړو او ځینو نورو بنسټونو سره ګډه غونډه جوړه کړي.

دوشنبه ۱۳۹۸/۴/۳۱ - ۱۲:۵
Background image

'د ښوونځیو ماشومان باید رسمي غونډو کې د مېلمنو هرکلی ته ونه درول شي'

سرچینه: بي بي سي پښتو
د افغانستان د پوهنې وزارت وايي، له دې وروسته هیڅ دولتي چارواکی حق نه لري چې د ښوونځيو ماشومان رسمي غونډو یا د هرکلي مراسمو کې ودروي.

د دغې وزارت ویانده نوریه نزهت د دغې پرېکړې دلیل امنیتي ستونزې اوله درس څخه د زده کونکو پاتې کیدل ګڼي:

''په رسمي غونډو او د پوهنې وزیر په ګډون د چارواکو د هرکلي په مراسمو کې او دغه راز په ټاکنیزو کمپاینونو، لاریونونو او احتجاجي غونډو کې د ماشومانو ګډون په سختۍ سره ممنوع دی او لامل یې هم دا دی چې په دغسې غونډو کې د ګډون له کبله ماشومانو خپل درسونه پاتې کېږي او له خطر سره مخامخېږي. ''

شنبه ۱۳۹۸/۳/۲۵ - ۱۰:۳
Background image

د پوهنې وزارت په پام کې لري چې ۵ لکه ماشومان ښوونځیو کې شامل کړي

سرچېنه: آزادي راډیو

د افغانستان د پوهنې وزارت په پام کې لري چې له ښوونځیو بې برخې ۵ لکه ماشومان، په ښوونځیو کې شامل کړي.

د پوهنې سرپرست وزیر میرویس بلخي د پنجشنبې په ورځ له زده‌کړو د بې برخې ماشومانو د شاملولو، د زده‌کړو د بېلابېلو څانګو او د درسي ټولګیو د جوړولو په هدف له ۱۶ غیر دولتي موسسو سره یو لړ تړونونه لاسلیک کړل.

چهارشنبه ۱۳۹۷/۸/۹ - ۱۰:۴۰
Background image

افغان نجونو ته د میاشتني عادت لارښود چمتو شوی

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو یونیسف او د افغانستان پوهنې او روغتیا وزارتونو په ګډه یو لارښود کتابګوټی چمتو کړی دی، چې د چارواکو په وینا له پېغلو نجونو سره به د ښځینه میاشتني عادت پر مهال روغتیايي تدبیرونو کې مرسته وکړي.

Pagination