د پوهنې وزارت په پام کې لري چې ۵ لکه ماشومان ښوونځیو کې شامل کړي

media-moe

سرچېنه: آزادي راډیو

د افغانستان د پوهنې وزارت په پام کې لري چې له ښوونځیو بې برخې ۵ لکه ماشومان، په ښوونځیو کې شامل کړي.

د پوهنې سرپرست وزیر میرویس بلخي د پنجشنبې په ورځ له زده‌کړو د بې برخې ماشومانو د شاملولو، د زده‌کړو د بېلابېلو څانګو او د درسي ټولګیو د جوړولو په هدف له ۱۶ غیر دولتي موسسو سره یو لړ تړونونه لاسلیک کړل.

ده په ښوونځیو کې د دغو ماشومانو د شاملولو په اړه وویل: "موږ په ټول هېواد کې د ثور تر۲۰ مه پورې زده‌کوونکي منل، زموږ همکاران هغه ماشومان چې په ښوونځیو کې د شمولیت په شرایطوبرابر دي او هم هغه ماشومان چې له ښوونځېو پاتې دي، سروې کوي. کوم پروګرام چې مو د تېر کال په پای کې لاسلیک کړ، سږکال په پام کې لرو چې له ښوونځیو پاتې ۵ لکه ماشومان په ښوونځیو کې شامل کړو."

د پوهنې وزارت وايي، د دې ترڅنګ د زده‌کړو د کیفیت ښه والي او په ټول هېواد کې د ښوونځیو د جوړولو لپاره هڅې روانې دي.

خو له دغو هڅو سره- سره چې د پوهنې د نظام د ستونزو د حل لپاره کېږي، د کتاب او د مسلکي ښوونکو او ټولګیو کموالي هغه ستونزې دي چې دغه نظام ورسره مخ دی.

اوس‌مهال په افغانستان کې د ناامنیو او نورو ستونزو له امله، لکونه ماشومان له ښوونځیو بې برخې دي.

یو شمېر دغه ماشومان وايي، د اقتصادي ستونزو او جګړو له امله نه‌دي توانیدلي چې ښوونځي ته لاړ شي، ځکه د کابل په واټونو کې په کار بوخت دي.

علي او مقصود وايي، هیله لري ښوونځي ته لاړ او د نورو ماشومانو غوندې درس ووايي: "زه راځم او د اقتصادي ستونزو له امله دلته سپیلني دودوم، خو هیله لرم چې ښوونځي ته لاړ شم او د نورو ماشومانو په څېر درس ووایم.

- که اقتصادي ستونزې نه وي،هیله لرم چې ښوونځي ته لاړ شم."

د پوهنې وزارت په ښوونځیو کې د دغو ماشومانو د شاملولو لپاره یو پروګرام جوړ او سروې یې ترسره کړې ده.

افغان حکومت مخکې له دې مخکې د «نهاد تعلیم منتظر نمې ماند" په نوم د پوهنې د وزارت، د نړیوالو سازمانونو د ټولنې او یونېسف په همکارۍ، د زده‌کړو په برخه کې ستونزو ته د ځواب ویلو په هدف، یو درې کلن پروګرام پیل کړی دی.

د پوهنې وزارت د روان تعلیمي کابل په پیل کې ویلي و چې په افغانستان کې ۳.۷ میلیونه ماشومان له ښوونځیو بې برخې دي.