پوهنې وزارت د خپلو ژمنو پلي کولو په درشل کې دا ځل د وړتیا پر اساس د ښوونیز نصاب د چوکاټ په موخه مشورتي ناسته تر سره کړه.

media-moe
دوشنبه ۱۳۹۸/۸/۲۰ - ۱۴:۲۷
پوهنې وزارت د خپلو ژمنو پلي کولو په درشل کې دا ځل د وړتیا پر اساس د ښوونیز نصاب د چوکاټ په موخه مشورتي ناسته تر سره کړه.

پوهنې وزارت- کابل: د وړتیا پر اساس د ښوونیز نصاب چوکاټ په اړه مشورتي ناسته د جمهوري ریاست دوهم مرستیال استاد سرور دانش، پوهنې وزیر ډاکتر محمدمیرویس بلخي او د پوهنې وزارت مشرتابه غړو او همدارنګه د ښوونیز نصاب د ډګر نه ۳۰۰ تنو څخه زیاتو متخصصانو او ګډون کوونکو په شتون کې تر سره شوه.
د افغانستان جمهوری ریاست دوهم مرستیال استاد سرور دانش د یادې غونډې په پرانسته کې چې د حکومت د رسنیو په مرکز کې تر سره کیدله د هیواد اساسي قانون ۴۵ مادې ته په اشارې، د وړتیا پر اساس د ښوونیز نصاب غونډې په لاره اچول د هیواد د ښوونې او روزنې په مثبت پرمختګ کې یو مهم ټکی وباله.
د افغانستان جمهوری ریاست دوهم مرستیال په ټول افغانستان کې د ۹ میلیونه زده کوونکو (۳۸٪ نجونو) د زده کړو په موخه د پوهنې وزارت له اصلاحاتو او لاسته راوړنو او ۱۸ زره بابه ښوونځيو ته د ښوونیزو خدمتونو وړاندې کولو څخه د ستاینې ترڅنګ، د اتحاد او یووالي پر عنصر ټينګار او په ټولنه کې له تنوع څخه د مخنیوي په واسطه د پوهنې د کیفیت ښه والي لپاره د جدي پاملرنې غوښتونکۍ شو.
پوهنې وزیر ډاکتر محمدمیرویس بلخي په دې غونډه کې وویل چې د پوهنې لسیزې په سند کې ښوونیز نصاب یې د ښوونې او روزنې یو له مهو او لمړیو برخو څخه دۍ.
پوهنې وزیر وویل چې د دې لپاره چې ښوونیز نصاب د خلکو لپاره وو، نو مونږ د همدې امله د مطالعاتو ترسره کولو او د دې مشورتي ناستې لپاره د اساسي چوکاټ رامینځ ته کولو نه وروسته، په نوي تعلیمي نصاب کې د متخصصینو او عامو خلکو د ګډون غوښتنه وکړه.
د پوهنې وزارت د ښوونیز نصاب او ښوونکو روزنې معینې مرجان متین په نوي ښوونیز نصاب کې د مثبتو تغیراتو راوستلو په موخه د ښوونې او روزنې له کورنیو او بهرنیو شریکانو سره د ۸ تخصصي ناستو، له ښوونکو، زده کوونکو او والدینو سره د ۵ مرکزي او ولایتي ناستو او همدارنګه د دینې عالمانو او د لوړو زده کړو او روزنې مرکزونو سره د مختلفو ناستو له تر سره کیدو خبر ورکړ.
د لوړو زده کړو معین احمد سیر مهجور په دې غونډه کې ژمنه ورکړه چې د وړتیا پر اساس د ښوونیز نصاب په لیکلو کې به د پوهنې وزارت همکار واوسي.
د یادونې وړ ده چې د پرانستې څخه وروسته، د دې غونډې ګډه ناسته د ښوونیز نصاب متخصصانو په شتون کې په بیلا بیلو برخو کې تر سره شوه، همدارنګه په راتلونکو دو ورځو کې د ښوونیز نصاب تخصصي ګډ کارونه د دې غونډې له نورو مشورتي ناستو څخه دۍ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۵:۲۵
Background image

د پوهنې وزارت د تشکیلاتو رئیس بدخشان ولایت ته په رسمي سفر لاړ

د پوهنې وزارت د تشکیلاتو رئیس محترم مفتي عبدالحلیم حلیمي، چې د یو رسمي سفر په ترڅ کې بدخشان ولایت ته تللی، د یاد ولایت له  پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي نصرت‌الله فیضاني سره وکتل او خبرې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۵:۲۲
Background image

په غزني ولایت کې د شاوخوا یو میلیون افغانیو په لګښت یوه دیني مدرسه جوړېږي

 د غزني ولایت قره‌باغ ولسوالۍ اړوند په خاربلاق کلي کې د «بدرالشهدا» مدرسې بنسټ ډبره،
 د پوهنې مسوولینو او د سیمې اوسېدونکو په حضور کې کېښودل شوه.
یاده مدرسه د سیمې خلکو په مالي همکارۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۵:۱۰
Background image

د پکتیکا ولایت په یوه دیني مدرسه کې د درسي ټولګیو او کتابتون جوړولو چارې پیل شوې

د پکتیکا ولایت په بکخېل ولسوالۍ کې « د فیض المدارس حمیدیه دیني مدرسې» لپاره د درسي ټولګیو او یو کتابتون جوړولو کارونه پیل شوي، چې ارزښت یې ۳۵۰ زره افغانۍ دی او د سیمې د خلکو په مالي. . .

BACK TO NEWS