پوهنې ریاست مقام کې ظرفیت لوړنې سیمینار جوړ شوی وه
میدان وردګ ولایت پوهنې ریاست مقام کې سویدن کمېټې لخوا مرکز،نرخ او جغتو ولسوالیو دسمییزو ټولګیو ۵۲ښوونکو لپاره ریاضي،دیني علومو او ساینسي مضامینو په څانګو کې د ظرفیت لوړنې سیمینار ۱۲ ورځې تر مخه پیل شوه وه چې په یادو څانګو کې ښوونکو ته دتدریس اصول او پلان جوړنې ښوونه وشوه،پورتنۍ نېټې سره سم نن پای ته ورسېد،د سیمینار په پای کې ښوونکو ته ستاینلیکونه هم ورکړل شول.
