په کونړ ولایت کې د ۱۲میلیونه افغانیو په لګښت د یو باب ښوونځي لپاره د نوې ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه
د کونړ ولایت نرنګ ولسوالۍ په اړوندو کې د “بیبی نعیمه همت” منځني ښوونځي د نوې ودانۍ بنسټ ډبره د یاد ولایت پوهنې مسوولینو په حضور کې کېښودل شوه.
دغه ودانۍ چې د علمپروره شخصیت ډاکټر همایون همت په مالي لګښت په دوو پوړونو کې جوړېږي، ټولټال ۱۶ درسي ټولګي لري او د جوړولو لګښت یې ۱۲ میلیونه افغانۍ اټکل شوی دی.
