په کندهار کي د لاس مینځلو نړیواله ورځ ولمانځل شول

media-moe
چهارشنبه ۱۳۹۸/۷/۲۴ - ۱۶:۷
په کندهار کي د لاس مینځلو نړیواله ورځ ولمانځل شول

د پوهنې وزارت_کندهار: د کندهار ولایت د پوهنې ریاست او یونیسف موسسی لخوا د لاس مینځلو نړیواله ورځ ولمانځل شوه
هغه غونډه چي په همدې موخه د کندهار ولایت د مرکز اړوند د زرغونې انا اول نمبر په لېسه کي جوړه شوې وه، د پوهنې د رئیس پوهنیار محب احمد روښان ترڅنګ د ولایت مقام مشاویره اغلې ډاکټر عزیزه وطنوال، د عامي روغتیا ریاست استازو، د یونیسف مؤسسې استازو، ښوونکو او په سل ګونو زده کوونکو پکښي برخه اخیسته وه .
په غونډه کي لومړی د ولایت مقام په استازیتوب اغلې ډاکټر عزیزې وطنوال د روغتیا له اړخه د نظافت د پاک ساتلو او د لاس مینځلو پر اهمیت خبري وکړې او پر ټولو والدینو او زده کوونکو یې ږغ وکړ چي لاس مینځل د ځان او کورنۍ عادت وګرځوي ترڅو د سالمي روغتیا څخه برخمن شوي اووسو.
د پوهني رئیس پوهنیار محب احمد روښان د پوهني د وزیر ډاکټر محمد میرویس بلخي پیغام چې د همدې ورځي په مناسبت یې رالیږلی و ولوست چي د پیغام په یوه برخه کی د ټولو ښوونکو څخه غوښتنه شوې وه ترڅو په خپلو ټولګیو کي زده کوونکو ته د لاس مینځلو د ارزښت په اړه معلومات او پوهاوی ورکړي ترڅو ماشومان یې خپل عادت وګرځوي او هم یې تر خپلو کورنیو پوري ورسوي.
دغه راز د پوهني رئیس په خپلو خبرو کي وویل: که چیري وغواړو ماشومان مو وړ زده کړه ترلاسه کړي نو باید د روغ صحت څخه برخمند اووسي چي روغتیا د پاکۍ او نظافت د مراعتولو له لاري راتلای شي، چي پدې برخه کي ښوونکي مسؤلیت لري ترڅو د تدریس ترڅنګ زده کوونکو ته د نظافت د ارزښت او مراعتولو په موخه معلومات او پوهاوی ورکړي ترڅو له یو اړخه زده کوونکي د بشپړي روغتیا څخه برخمن شوي وي له بل اړخه یې وړ زده کړه ترلاسه کړي.
د عامي روغتیا ریاست په استازیتوب ډاکټر فدامحمد سحر د اړوند وزارت د وزیر ډاکټر فیروزالدین فیروز پیغام ولوست او همدا راز یې د طب د نګا څخه د لاس مینځلو د اهمیت او ارزښت په اړه خبري وکړې نوموړي پر ټولو والدینو او د کورنۍ پر مشرانو ږغ وکړ چي که غواړی اولادونه او د کورنی نور اعضا مو روغ صحت ولري نو باید هغوی پرلاس مینځلو عادت کړی ترڅو د هر ډول ناروغیو په وړاندي وقایه شوی وي او د سالمي روغتیا څخه برخمن شوي وي . ورپسې د موضوع اړوند یو شمیر زده کوونکو هم خپلي ترتیب شوي مقالې او شعرونه وویل او هم یې د موضوع په تړاو تمثلي پارچه وړاندي کړل .

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۲:۴۵
Background image

د هلمند ولایت دیني مدارسو یو شمېر مهتممین د میتودیکي سیمینار له ګټو برخمن شول

د هلمند ولایت سنګین ولسوالۍ اړوند ۲۱ بابو دیني مدارسو لپاره د مهتممینو او مسئولینو په ګډون، د "مدارسو د کړنو قانون لا ښه تطبیق" تر سرلیک لاندې یو ورځنی سیمینار جوړ شو.
د یاد ولایت پوهنې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۲:۳۹
Background image

په هرات ولایت کې د نږدې ۱۰۰۰ تنو راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي کچې ارزونه وشوه

د هرات ولایت پوهنې ریاست له لوري د هغو نږدې ۱۰۰۰ تنو کډوالو ماشومانو څخه چې تازه هېواد ته راستانه شوي، د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي محمد. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۲:۴۳
Background image

رسنیز بلنلیک

پوهنې وزارت په پام کې لري، چې «د رشتو پر بنسټ د کانکور ازموینې ځانګړي کولو» په اړه لارښود ورکشاپ، د یاد وزارت د اړوندو مرکزي او ولایتي ریاستونو ۲۴۰ تنو مسئولینو لپاره جوړ کړي.

وخت:. . .

BACK TO NEWS