په کاپيسا ولايت کې د خلکو له لوري د ۸ مېليونه افغانيو په ارزښت يوه دیني مدرسه جوړه شوه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۳/۸/۶ - ۱۳:۱۴
jhg
د کاپيسا ولايت محمود راقي اوسېدونکو چې پخوا يې د دغه ولايت په مرکز کې د "جامعة الاسلاميه المنصوريه" مدرسې جوړولو په موخه دوه جرېبه ځمکه وقف کړې وه، اوسمهال د سیمې د خلکو لخوا د یادې مدرسې لپاره نوې ودانۍ د ۸ مېليونه افغانيو په لګښت ورغول شوه.
د مدرسې دغه نوې ودانۍ چې له نورو اړينو ملحقاتو سره ١٤ درسي خونې لري، په پاخه او اساسي ډول سره جوړه شوې ده.
د پوهنې وزارت مشرتابه د پوهنې په برخه کې د کاپیسا ولایت د خلکو له مرستو مننه کوي.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۱۴:۱۴
Background image

د کابل ښار پوهنې ریاست د ښوونکو مسلکي وړتیاوو لوړولو په موخه سیمینار جوړ کړ

 د کابل ښار پوهنې ریاست د ۱۶ ولسوالیو د ساینس او ​​ریاضياتو ۲۰۰ تنو ښوونکو لپاره ۶ ورځنی علمي او مېتودولوژیکي سیمینار پیل کړ.
د یاد پروګرام د پرانیستې په مراسمو کې، د پوهنې چارواکو د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۱۴:۱۰
Background image

په څو ولایتونو کې د ساینس او ​​ریاضياتو ښوونکو لپاره د وړتیا لوړولو ورکشاپونه پیل شول

د پوهنې وزارت لخوا په بامیان، دایکنډي، غور او کاپیسا ولایتونو کې، د ښوونکو د علمي او مسلکي کچې لوړولو لپاره، د ساینس او ​​ریاضياتو ۵۰۰ تنو ښوونکو لپاره د مسلکي ظرفیت لوړولو ۶ ورځني او ۸. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۱۴:۷
Background image

په پکتیکا ولایت کې د ښوونځي جوړولو لپاره یو جریب ځمکه ورکړل شوه

د پکتیکا ولایت ارګون ولسوالۍ اوسېدونکو لخوا په یاده ولسوالۍ کې د شهید ابوبکر لومړني ښوونځي لپاره د نوې ودانۍ جوړولو په موخه یو جریب ځمکه وقف شوه.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي. . .

BACK TO NEWS