په پکتیا ولایت کې د زده کوونکو لپاره د "ساینس ستوري" علمي سیالۍ پیل شوې

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۳/۷/۱۹ - ۱۰:۵۶
dty
د پوهنې وزارت د نصاب او د ښوونکو مسلکي پراختیا لوی رئیس الحاج مولوي اول ګل ایوبي، په داسې حال کې چې د پکتیا ولایت پوهنې رئیس الحاج مولوي عبدالقیوم فاروقي او یو شمېر نورو مسئولینو هم حضور درلود، د یاد ولایت د ښوونځیو د زده کوونکو ترمنځ "د ساینس ستوري" علمي سیالۍ پرانیستې.
د پوهنې وزارت د نصاب او د ښوونکو مسلکي پراختیا لوی رئیس د يادو سياليو د پیل په مراسمو کې وويل، له دغو سياليو يې بنسټیزه موخه، د هېواد د ښوونځيو د زده کوونکو ترمنځ د غوره استعدادونو پېژندنه ده او څرګنده یې کړه، له لومړۍ څخه تر درېیمې نمرې پورې ممتاز زده کوونکي به په ځانګړو جایزو وویاړل شي.
د پکتيا پوهنې رياست د مسئولينو په وينا، د دغه ولايت د مرکز او ولسواليو په شپږو ښوونیزو ناحیو کې به له لومړي څخه تر درېيمې نمرې پورې د ښوونځيو له ۳۰۹ تنو زده کوونکو څخه آزموينه واخيستل شي.
ټاکل شوې ده چې د ګډون کوونکو د آزموینو پایلې به تر دقیقې ارزونې وروسته په راتلونکې میاشت (لړم) کې اعلان شي.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۱۵:۵۰
Background image

د لوګر ولایت پوهنې ریاست کارکوونکو لپاره مسلکي سیمینار جوړ شو

د لوګر ولایت پوهنې ریاست، د ا.ا.ا. د چارو ادارې لوی ریاست د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ریاست په همکارۍ، د تعلیمي ادارو د اداري چارو د اصلاح او آسانتیا په موخه، د ساده شويو اداري. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۱۵:۳۹
Background image

په هرات ولایت کې د سواد زده‌کړې ۱۸۸ بابه کورسونه جوړ شول

د ۱۴۰۴ لمریز کال په لومړیو درېیو میاشتو کې، د هرات ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د سواد زده‌کړې ۱۸۸ بابه کورسونه پرانیستل شوي، چې له ۴۱۵۴ څخه ډېر زده‌کوونکي یې جذب کړي دي.

د هرات ولایت. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۸ - ۱۵:۳۷
Background image

د زابل ولایت د ښوونکو مسلکي پراختیا علمي غړو لپاره روزنیز سیمینار جوړ شو

د زابل ولایت پوهنې ریاست په قلات ښار او ولسوالیو کې د ښوونکو د مسلکي پراختیا، پوهنې آمرینو او یو شمېر علمي غړو لپاره د عملیاتي پلان پلي کولو په موخه، یو ورځنی روزنیز سیمینار جوړ کړ.

په. . .

BACK TO NEWS