په ټول هېواد کې له دارالهجرت افغان ګډوالو څخه د دینی مدارسو شپږ میاشتنی تقریری آزموینې واخیستل شوي

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۰/۹/۷ - ۱۴:۵۳
په ټول هېواد کې له دارالهجرت افغان ګډوالو څخه د دینی مدارسو شپږ میاشتنی تقریری آزموینې واخیستل شوي

د هېواد په دننه او دیارهجرت کې د ټولو ديني مدارسو له طالب العلمانو څخه د روان ١٤٤٣هـ ق تعلیمي کال د ربیع الثاني د میاشتې  له (٢١) او (٢٢) مه نېټه چې د (لېندۍ) یا قوس د میاشتې له (٦) او (٧) مې نېټې سره سمون خوري، شپږ میاشتنۍ تقریري ازموینې پیل او نن د ۱۴۴۳ هـ ق کال د ربیع الثاني په ۲۳ چي د قوس د میاشتې له (۷) نېټې سره سمون خوري پای ته ورسیدې.
دغه ازموینې د افغانستان اسلامي امارت د پوهنې وزارت دمشر تابه په لارښوونه او د ولایتی څارنې د غړو تر نظارت لاندې واخيستل شوې.
پوهنې وزارت مخکی د یو لیږلی شوی رسمی مکتوب او هدایت په بنست ټولو ولایتی مسوولینو ته لارښوونه کړي چې له ټولو بی ځایه شوو طالب العلم ګډولوالو څخه تقریری آزموینی په ټاکلې نیټه واخلی.
په همدې اساس، په ټولو دینی مدارسو کې د مجربو استاذانو له لوري یادې ازموینې په پوره روڼتیا ترسره شوې، چې د پوهنې ولایتي ریاستونو مسوولینو د آزموینو له بهیر څخه په منظم توګه څارنه کوله.
د یادونې وړ ده چې د دیني مدارسو په تعلیمي کال کې د پوهنې وزارت په چوکاټ کې درې ځله آزموینې، درې میاشتنۍ، شپږمیاشتنۍ او کلنۍ  تر سره کیږي، چې درې میاشتنۍ او شپږ میاشتنۍ يې پخپله د مدارسو د استاذانو له لوري اخیستل کیږي او کلنۍ ازموینې د پوهنې ولایتي ریاستونو له لوري په هم مهاله توګه د هېواد په کچه اخیستل کیږي.
 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۴:۵۰
Background image

د ولایتونو له پوهنې کړنو څو لنډ خبرونه

غور

د پوهنې وزارت د ودانیو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي سمېع‌الحق حماس، تازه غور ولایت ته رسمي سفر کړی.
نوموړي د یاد ولایت د لعل‌سرجنگل او فیروزکوه ولسوالیو له یو شمېر ښوونځیو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۱۴:۴۷
Background image

د ولایتونو له پوهنې ریاستونو څو لنډ خبرونه

کابل
د کابل ولایت پوهنې ریاست تخنیکي ټیم په خاک‌جبار او فرزه ولسوالیو کې د پوهنې له ځینو ترمیماتي او رغنیزو پروژو د چارو له جریان څخه لیدنه وکړه. 
هغوی د ودانیزو مسئولینو سره په خبرو کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۱ - ۹:۳۹
Background image

د پوهنې وزارت له لوري د کابل ښار په اړوندو ښوونځیو کې د معیاري ازموینو لړۍ پیل شوه

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین معینیت په نوښت، د درسي کیفیت لوړولو او د ازموینو معیاري کولو په موخه، د اسلامي ښوونې او روزنې، ژبې، کیمیا او ریاضیاتو په مضمونونو کې د معیاري آزموینو اخیستلو. . .

BACK TO NEWS