په هرات ولایت کې د شوې زلزلې په مناسبت د پوهنې وزارت د سرپرست د خواشینۍ پیغام

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۱۶ - ۱۵:۱۲
123

د ا.ا.ا د پوهنې وزارت مشرتابه، د هغې سختې زلزلې په اړه چې پرون یې د هرات او د هغه ګاونډي ولایتونه څو ځلې ولړزول او په ترڅ کې یې د ماشومانو او د پوهنې زده کوونکو په ګډون زموږ یو شمېر هېوادوال شهیدان او ټپیان شول؛ په اړه یې خپله ژوره خواشیني او خواخوږي څرګندوي. 
( انا لله و انا الیه راجعون)
د پوهنې وزارت د یاد ولایت د ښوونیزو ادارو د زده کوونکو او ماشومانو په ګډون، د یادې پېښې ټولو شهیدانو ته د خدای تعالی(جل جلا له) له دربار څخه د فردوس جنت غوښتنه او ټپیانو ته د سملاسي روغتیا دعاء کوي.
د پوهنې وزارت د یادو ولايتونو پوهنې رياستونو ته لارښوونه کړې، ترڅو د ښوونځيو او مدارسو د زده کوونکو د درملنې په برخه کې دې، د عامې روغتيا رياستونو او نورو اړوندو ارګانونو په همکارۍ بېړني اقدامات وکړئ.

والسلام
الحاج مولوی حبیب الله آغا
د پوهنې وزارت سرپرست

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۵:۲۹
Background image

په څلورو ولایتونو کې د صرف او نحوې سیالي ترسره شوه

د طلابو د علمي وړتيا لوړولو په موخه، د پوهنې وزارت د دارالعلومونو ریاست له لوري په کاپیسا، سمنګان، سرپل او اروزګان ولایتونو کې د صرف او نحوې مضمونونو ازموینه واخيستل شوه.
همدارنګه، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۳:۴۸
Background image

له ولایتونو د پوهنې څو لنډ خبرونه

بغلان
د بغلان ولایت اندراب ولسوالۍ اړوند سید لولو آغا مدرسې لپاره د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ د یوې لویې درسي خونې جوړولو چارې پیل شوې.

لوګر
په لوګر کې له دوو ښوونځیو سره ۱۰۷ زره. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۳:۳۵
Background image

په زابل کې د څلورو نویو درسي ټولګیو بنسټ ډبره کېښودل شوه

د زابل ولایت خاک افغان ولسوالۍ اړوند هواري لومړني ښوونځي لپاره د شاوخوا ۷۰۰ زره افغانیو په لګښت د څلورو درسي ټولګیو او یوې اداري خونې جوړولو بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د یادې پروژې چارې د. . .

BACK TO NEWS