په نیمروز کې د ښوونځیو زدهکوونکو او ښوونکو ته د درسي مرستندویه توکو وېش لړۍ پیل شوه
د نیمروز ولایت پوهنې ریاست مسوولینو په حضور کې د ياد ولایت د ښوونځیو زدهکوونکو او ښوونکو ته د قرطاسیې او درسي مرستندویه توکو د کڅوړو وېش لړۍ په رسمي ډول پیل شوه.
په دغه بهیر کې به د مرکز او ولسوالیو د ښوونځیو ۱۶ زره او ۲۷۵ زدهکوونکو او ۱ زره او ۱۶۳ تنه ښوونکو ته، چې ټولیز ارزښت یې ۵ میلیونه، ۳۶۵ زره او ۴۹۱ افغانۍ کېږي، ۱ زره او ۴۱۲ کڅوړې قرطاسیه، ۱ زره او ۷۲۸ بستې مارکر او د مارکررنګ او ۱ زره ۸۲۰ ټوکه د اغېزمنې زدهکړې او ښوونې ترویج کتابونه ووېشل شي.
یاد مرستندویه توکي د پوهنې یو همکار بنسټ لخوا د نیمروز ولایت پوهنې ریاست ته وقف شوي دي.
