په میدان وردګ ولایت کې له پوهنې څخه د خلکو مالي ملاتړ دوام لري

- د میدان وردګو ولایت سیداباد ولسوالۍ د اوسېدونکو له لوري، د یادې ولسوالۍ د امام ابو حنیفه «رحمه الله» له لېسې سره د ۴۰ زره افغانیو نغدي مرسته وشوه، چې د همدې لېسې په بېلابېلو برخو کې به ترې ګټه واخیستل شي. - د یادې ولسوالیو یو شمېر نورو خلکو، د همدې ولسوالۍ د انصارالله لېسې سره ۲۵ زره افغانۍ نغدي مرسته وکړه، چې له ټولو تخنیکي وسایلو سره به د یو پایه کمپیوټر او رنګه پرنټر په پېرلو کې ولګول شي. د پوهنې وزارت مشرتابه د پوهنې په برخه کې د هېواد د خلکو له مادي او معنوي ملاتړ څخه مننه او قدرداني کوي.