په میدان وردګ ولایت کې خلکو د یو ښوونځي سره ۴ مېلیونه افغانۍ مرسته وکړه

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۱۵ - ۱۲:۱۳
dsaf

د میدان وردګ ولایت پوهنې ریاست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د یاد ولایت د جلریز ولسوالۍ د ښوونځيو شوراګانو او ځایي اوسېدونکو، د بي بي عایشه صدیقه( رضی الله عنها) ښوونځي سره ۴ مېلیونه افغانۍ مرسته وکړه.

د دوی په وینا، په پام کې ده چې یادې پیسې به د همدغه ښوونځي لپاره د ودانۍ په جوړولو او د یوشمېر نورو برخو په ترمیمولو ولګول شي.

د پوهنې وزارت مشرتابه، د هیواد د زده کړې لپاره د خلکو له ملاتړ، په ځانګړې توګه د میدان وردګ ولایت جلریز ولسوالۍ د مشرانو له مرستو ستاینه کوي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۱ - ۱۳:۴۶
Background image

د غور ولایت په یوه ښوونځي کې د نوې ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د غور ولایت د تیورې ولسوالۍ کجي لومړني ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو چارې د سیمې معارف دوستو اوسېدونکو په مالي ملاتړ د ۲۵۰ زره افغانیو په لګښت د بنسټ ډبرې په اېښودلو سره پیل شوې.
یاده ودانۍ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۱ - ۱۳:۴۳
Background image

پکتیکا ولایت کې د ښوونیزو بنسټونو اداري کارکوونکو لپاره روزنیزه برنامه جوړه شوه

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ریاست له لوري د پکتیکا ولایت ارګون ولسوالۍ اړوند ښوونیزو بنسټونو د ۶۰ تنو اداري کارکوونکو او مسوولینو لپاره د پلان جوړونې، راپور ورکولو، کاري پلانونو د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۱ - ۱۳:۴۲
Background image

د کابل ولایت د میربچه‌کوټ ولسوالۍ د ښوونځیو ترمنځ د خزاني فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د کابل ولایت د میربچه‌کوټ ولسوالۍ د څلورو لېسو ترمنځ د خزاني فوټسال سیالۍ، چې د روان کال د تلې میاشتې په ۳مه نېټه د پوهنې وزارت د بدني روزنې آمریت په همکارۍ پیل شوې وې، د لړم میاشتې په. . .

BACK TO NEWS