د غور ولایت په یوه ښوونځي کې د نوې ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه
د غور ولایت د تیورې ولسوالۍ کجي لومړني ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو چارې د سیمې معارف دوستو اوسېدونکو په مالي ملاتړ د ۲۵۰ زره افغانیو په لګښت د بنسټ ډبرې په اېښودلو سره پیل شوې.
یاده ودانۍ د شیر احمد په نوم د یوه سیمهییز اوسېدونکي له لوري پر وقف شوې یو جریب ځمکه جوړېږي، چې شپږ درسي ټولګي، یوه اداري خونه او یو ګدام به ولري.
د دې ودانۍ په بشپړېدو سره به شاوخوا ۱۰۰ تنو زدهکوونکو ته د مناسب ښوونیز چاپېریال زمینه برابره شي.
