په لوګر کې د پوهنې اړوندو ۹ ودانیو بیارغونې چارې پیل شوې
د لوګر ولایت پوهنې اړوند یوې اداري او د ښوونځیو د ۸ تدریسي ودانیو بیارغونې چارې، د پوهنې ریاست مسوولینو په حضور کې پیل شوې.
د مسوولینو په وینا، دغه پروژې چې د پوهنې وزارت له بودیجې څخه د ۴.۸ میلیونه افغانیو په لګښت عملي کېږي، ټاکل شوې چې په څلورو میاشتوکې بشپړې شي.
