په لغمان ولایت کې د یو باب ښوونځي لپاره د نوې ودانۍ  جوړولو کار پیل شو

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۴:۵۴
3513213

د لغمان ولایت په فرشغان ولسوالۍ کې د منجغان لومړني ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو چارې د درې بسوې ځمکې په ساحه کې پیل شوې.
 دغه ځمکه د سیمې د علم‌پرورشخصیت حاجي سید علي له خوا وقف شوې او لګښت یې شاوخوا ۵۰۰ زره افغانۍ دی چې د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ برابر شوی دی.
د پوهنې مسوولینو په وینا، یاده ودانۍ به شپږ درسي خونې، معیاري تشنابونه، احاطوي دېوال او نور اړین ملحقات ولري، چې په جوړېدو سره به د لسګونو زده‌کوونکو لپاره مناسب تعلیمي چاپېریال برابر شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۰:۲۸
Background image

په سرپل کې د ښوونیزو مرکزونو پراختیا لپاره ۸ جریبه ځمکه وقف شوه

د سرپل ولایت علم پروره خلکو، د ښوونیزو بنسټونو د ملاتړ شوراګانو په همکارۍ، شاوخوا ۸ جریبه ځمکه د دیني مدارسو، ښوونځیو او نورو ښوونیزو مرکزونو جوړولو او پراختیا لپاره وقف کړې ده.
یاده. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۰:۲۰
Background image

پکتیکا کې د یوه نوي ښوونځي د ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د پکتیکا ولایت مټاخان ولسوالۍ اړوند التقوا لېسې د نوې ودانۍ جوړولو چارې د پوهنې مسوولینو او د سیمې د خلکو په حضور کې پیل شوې.
دغه ودانۍ به د سیمې د خلکو په هڅو او همکارۍ، د ۵۰۰ زره. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۰:۱۸
Background image

په بدخشان کې د یوه نوي ښوونځي د ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د بدخشان ولایت جرم ولسوالۍ د سینه کلي د منځني ښوونځي د نوې ودانۍ بنسټ ډبره د پوهنې مسوولینو، سیمه‌ییزو چارواکو، ښوونکو، د سیمې د خلکو او ځوانانو په حضور کې کېښودل شوه.
د یادې ودانۍ. . .

BACK TO NEWS