په فراه ولایت کې له م/جاهدینو څخه د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه
د فراه ولایت پوهنې ریاست د هېواد بچیانو لپاره د تعلیمي اسانتیاوو برابرولو په موخه، له هغو م/جاهدینو څخه چې د زدهکړو له بهیر څخه پاتې شوي وو، د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیسته.
د پوهنې مسئولینو په وینا، د ازموینې ګډونوال هغه کسان وو، چې د ج/هادي فعالیتونو له امله له زدهکړو پاتې شوي وو؛ خو اوس د تعلیمي فرصتونو په برابرېدو سره کولای شي، خپلې زدهکړې بېرته پیل او دوام ورکړي.
هغوی زیاته کړه، پلان دا دی چې د دغې پروسې ګډونوال به د هغوی د تعلیمي کچې له مخې د ښوونځیو په اووم څخه تر دولسم ټولګیو کې شامل شي.
