په غزني کې د یوه ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو چارې ۹۰ سلنه بشپړې شوې
د غزني ولایت د جاغوري ولسوالۍ «داوود زیرک» ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو چارې ۹۰ سلنه بشپړې او د پاتې کارونو له بشپړېدو وروسته به ډېر ژر ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
د پوهنې مسوولینو د یاد ښوونځي د ودانیزو چارو له بهیر څخه څارنه کړې او ویلي یې دي، چې د ودانۍ د جوړولو چارې د ټاکل شوي پلان له مخې په منظم ډول پر مخ روانې دي.
